1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د برید په صورت کې اسرائیل په نیم ساعت کې له منځه وړو

۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه

د ایران د پارلمان یوه لوړپوړي غړي د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې که امریکا پر دې هیواد باندې برید وکړي، نو اسرائیل به په نیم ساعت کې له منځه ولاړ شي. په وروستیو وختونو کې د تهران او واشنګټن تر منځ ترینګلتیا ډیره شوې.

https://p.dw.com/p/3LPts
Iran Waffentechnik-Ausstellung Teheran
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس مهر، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د دې هیواد د پارلمان یوه لوړپوړي چارواکي مجتبی ذوالنور، پر ایران د امریکا د برید په صورت کې اسرائیلو ته سخت ګواښ کړی دی. اسرائیل په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوی متحد بلل کیږي.

په وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي. خبره خو آن تر دې حده پورې مخکې تللې وه چې ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران له خوا د واشنګټن د یوې بې پیلوټه الوتکې تر ویشتلو وروسته، پر دې هیواد باندې د پوځي برید امر کړی وو. ترمپ بیا وروسته له خپلې دې پریکړې پر شا شو او روښانه کړې یې وه چې دغه برید یې د ملکي تلفاتو د رامنځ ته کیدو د امکان له کبله لغوه کړی وو.

محبتی ذوالنور چې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسو د کمیسیون مشر دی، د دوشنبې په ورځ ویلي دي: «که امریکا پر موږ برید وکړي، نو د اسرائیلو د ژوند یوازې نیم ساعت به پاتې وي.»

(ms/nz (reuters

زموږ له ارشیف څخه: