1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتایران

ایران ښځو ته په لوبغالي کې د فوټبال د نندارې اجازه ورکوي

۱۴۰۲ تیر ۱۰, شنبه

په ایران کې به ښځې وشي کړی چې په راتلونکې کې په لوبغالي یا ستيډیوم کې د فوټبال ننداره وکړي. ښځې په دغه هیواد کې تر اوسه د ځینو استثناو پرته، اجازه نه لري چې په لوبغالي کې د فوټبال ننداره وکړي.

https://p.dw.com/p/4TIZc
په قطر کې د ۲۰۲۲م کال د فوټبال د نړېوال جام کې ایراني نندارچیان
په قطر کې د ۲۰۲۲م کال د فوټبال د نړېوال جام کې ایراني نندارچیانانځور: Fadel Senna/AFP

د ایران د فوټبال اتحاديې د جمعې په ورځ وويل چې په راتلونکې کې به په دغه هېواد کې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې په لوبغالي کې د فوټبال د لوبو ننداره وکړي.

د اتحاديې په خبره، د ایران د فوټبال فدراسیون مشر، مهدي تاج، د يو مراسم په څنډه کې وويل چې «له نېکه مرغه د هیواد د امنيت شورا دغه موضوع تصديق کړې او یوه کاري ډله تشکيل شوې تر څو ېې پر اجرايي کولو باندې تصمیم ونیسی.»

ورته نور ولولئ:د فوټبال په نړيوالو سياليو کي د ايران ماتې؛ په کردستان کي جشن وو

د ایران امنیت شورا چې يوه ځواکمنه مرجع او له پارلمانه لوړه ده، دفاعي او له اسلام څخه د دفاع په څېر مسائيلو سره سر او کار لري. د دوی پرېکړې د مذهبي مشرانو له خوا تر تائيد وروسته، نهايي کيږي.

 د آلمان خبري آژانس په حواله، دا چې د ايران ښځې به له کله او د کومو شرايطو مطابق دغه اجازه ترلاسه کړي، په سملاسي توګه روښانه نه ده.

ښځو ته په ايران کې يوازې په ځينو استثنايي حالاتو کې اجازه ورکړل شوې چې په لوبغالي کې د فوټبال لوبې ننداره وکړي، چې په دې ترڅ کې تر ټولو وروستی مورد د روسيې خلاف یوه دوستانه لوبه کې وو.

ورته نور ولولئ:ايران غواړي ښځې د فوټبال لوبغالي ته پرېږدي

د ایران محافظه کاره روحانیون استدلال کوي چې ښځې نشي کولي د فوټبال په ستيډيوم کې د خپلې خوښې نارينه لوبغاړي سره تړاو او له پاره ېې خپل احساسات ښکاره کړي. په وروستيو کلونو کې دغه محدودیت د فوټبال نړېوال فدراسیون، فيفا، له لورې د فشار په نتيجه کې يو څه نرم شوی دی.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د فوټبال پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: