1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: ټولې توکمیزې ډلې په مظاهرو کې ور شاملې شوي

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

وروسته له هغې چې جینا مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې ووژل شوه، د ایران په ټولو برخو کې خلکو پراخ لاریونونه ترسره کړل.

https://p.dw.com/p/4IH68
 ایران کې د پولیسو په توقیف کې وژل شوې جینا مهسا امیني
ایران کې د پولیسو په توقیف کې وژل شوې جینا مهسا امینيانځور: UGC

 دمګړۍ د ایران په دغه لاریونونو کې د هغه سیمې وګړو هم برخه اخيستې ده چې د توکمیزو لږکیو کور دی او له اوږدې مودې راهېسې له دولت څخه شکایتونه لري. 

چارواکو د دغو لږکیو له ډلې ځینې د کړکیچ په رامنځته کولو تورنې کړي دي.

خو منتقدین بیا وايي، د دغو تورونو موخه دا ده چې لاریونونه د ټول هېواد په کچه د پاڅون پر ځای د قومي ناکراریو په توګه وړاندې کړل شي.

لاریون کوونکو د «ترک، کرد، عرب او لر قوم سره یو ځای» په شعارونو سره پر ملي یووالي ټینګار کړی دی.

ایران چې ۸۷ میلیونه نفوس لري، د اکثریت فارسي ژبو ترڅنګ د اوو توکمیزو اقلیتونو کور دی.

د حقونو ډلې څارونکي وايي اقلیتونه له اوږدې مودې راهیسي په ایران کې له تبعیض سره مخامخ دي. خو د ایران حکومت بیا دا خبره ردوي.