1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران وايي پاکستان کې ېې «ایرانۍ تروريستي ډله» په نخښه کړي

۱۴۰۲ دی ۲۷, چهارشنبه

د ایران د بهرنيو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ وويل چې د ایران وسله والو ځواکونو په پاکستان کې «يوه ايرانۍ تروريستي ډله» په نخښه کړې ده. اسلام آباد پرون ويلي ول چې په دغه بريد کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4bNUc
Schweiz | Weltwirtschaftsforum in Davos - Hussein Amirabdollahian
انځور: Hannes P Albert/dpa/picture alliance

د ايران د بهرنيو چارو وزير، حسين امیر عبداللهیان د سویس په داوس ښار کې د نړۍ اقتصادي فورم په څنډه کې وويل چې «د دوست او ورور هېواد پاکستان هېڅ اتباع پر ايراني توغنديو او ډرونونو کې نه دي وژل شوي.»

عبداللهیان زیاته کړه چې په دغه برید کې «د جهش العدل په نوم ايرانۍ تروريستي ډله په نخښه کړل شوې ده.»

دغه حمله، د سه شنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې وشوه چې تهران په عراق او سوريه کې هم پر هغو ډلو بريدونه وکړ چې ایران ېې د «ایران ضد تروريستي ډلې» بولي.

اسلام آباد د دواړو هېوادونو ګډې پولې ته نژدې د ايران پروني بريدونه غندلي دي. په غبرګون کې ېې له تهرانه خپل سفېر ورغوښتلی او اسلام آباد ته د اېراني استازې د بېرته ورتلو ممانعت ېې کړی دی.

د ایران تر دغې حملې څو ساعته مخکې د پاکستان موقت صدارعظم انوارالحق کاکړ د ایران له خارجه وزير امیر عبداللهیان سره د داوس فورم په څنډه کې ليدلي وو
د ایران تر دغې حملې څو ساعته مخکې د پاکستان موقت صدارعظم انوارالحق کاکړ د ایران له خارجه وزير امیر عبداللهیان سره د داوس فورم په څنډه کې ليدلي ووانځور: Salvatore Di Nolfi/KEYSTONE/picture alliance

د ایران تر دغې حملې څو ساعته مخکې د پاکستان موقت صدارعظم انوارالحق کاکړ د ایران له خارجه وزير امیر عبداللهیان سره د داوس فورم په څنډه کې ليدلي وو.

عبداللهیان وويل چې د «پاکستان په خاوره» کې د اېران بريد، په ایران کې د جهش العدل ډلې د وروستيو خونړيو حملو، په ځانګړې توګه د سیستان-بلوچستان ایالت د راسک ښار حملو په ځواب کې شوي دي.

د جنوري په لسمه د ايران په دغه ښار کې د پولیسو پر یو مرکز بريد وشو چې په کې یو پولیس ووژل شو. تر هغې نژدې یوه میاشت مخکې په همدغې سيمې په یو بل بريد کې ۱۰ ایراني پولیس وژل شوي ول.

د دواړو بريدونو مسئولیت جهش العدل ډلې چې یوه سني سخت دريځه ډله ده پر غاړه اخیستی وو. جهش العدل په ۲۰۱۲م کال کې جوړه شوه چې ایران د یوې «تروريستې» ډلې په توګه په تور لیست کې شامله کړې ده.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل