1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران هم د افغان اتباعو د ډوبیدو پيښې ارزونې ته هیئت ټاکي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تلیفوني خبرو کې موافقه کړې چې ایران به هم د افغاني اتباعو د ډوبیدو د پيښې په اړه هیئت ټاکي. د افغانستان د حقیقت موندې کمیټې بیا خپل کار پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3c29p
Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې ورځې ناوخته (د می میاشتې ۱۰ نیټه) د څو تنو افغان اتباعو د ربړونې او په سند کې د اچولو ادعا په اړه د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره تلیفوني خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دواړ خواو د پخوانۍ موافقتنامې په اساس د دغې پيښې په اړه د ګډو څیړنو او د بررسۍ ټیمونو پر مشخص کولو خبرې کړي دي.
محمد جواد ظریف هم د دې پيښې په اړه د تحقیقاتو په خاطر د ایران له خوا د پلاوي د ټاکلو ډاډ ورکړی دی او ویلي يي دي چې ژر به د پيښې په ځای کې خپلې څیړڼې پيل کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د یو حکم په اساس د ایران په سرحد کې د یو شمیر افغان اتباعو د وژل کیدو پیښې په اړه د افغان وسله والو قواو د اعلی سرقوماندانۍ د نظامي سرمفتش محمد حمید طهماسي، په مشرۍ لس کسیز پلاوي ته د تحقیقاتو ترسره دنده سپارلې ده.

د ولسي جرګې استازي، د کورنیو چارو، دفاع او مهاجرینو او بیرته ستندیدونکو چارو وزارتونو، د ملي امنیت ریاست، د هرات ولایت او ولایتي شورا چارواکي او د پنځمې لوا ظفر ۲۰۷ سرحدي قول اردو استازي په دې پلاوي کې شامل دي.
په هریرود سیند کې د افغان کارګرانو د ډوبیدو پيښې د څرنګوالي د بررسۍ په اړه د افغانستان د حقیقت موندنې کمیټه د درې ورځو راهیسې په هرات کې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دې پلاوي د سیمې په ځای کې خپل کار پيل کړی دی.
د افغان لوري د پلاوي مشر ښاغلي طهماسي، د یکشبنې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل: «دغه پلاوی د اسناد او شواهددو د را ټولو له پاره خپلو هر اړخیزو بررسیو ته ادامه ورکوي.» نوموړي زیاته کړه: «په دې پيښه کې چې په مجموع کې زمونږ ۴۶ تنه هیوادوال ایران ته ننوتلي وو، ۱۰ تنو یې چې د هرات او فاریاب ولایتونو اوسیدونکو وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۱۷ تنه لادرکه او ۱۹ نور ژغورل شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې چارواکو او همدارنګه ژغورل شویو کسانو د قربانیانو شمیر تر دې څو برابره ډیر ښودلی وو.
دوه ورځې مخکې د هرات سیمه ایزو چارواکو په هریرود کې د ۱۲ نورو جسدونو د موندې خبره کړې وه. مخکې تر دې د ژغورل شویو له قوله رپوټ ورکړل شوی وو چې دوی ګویا ۹ مړي روغتون ته انتقال کړي وو چې مجموعا ۲۱ جسدونه کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او او د ایران د بهرنیو چارو وزیر موافقه کړې ده چې د اړتیا په صورت کې به د دواړو خواو پلاوي د هرات او مشهد په ښارونو کې ګډې جلسې ولري.
د پيښې د قربانیانو کورنۍ او خپلوان ادعا کوي چې ۵۳ تنه افغان کارګران کله چې په غیر قانوني توګه د ایران خاورې ته داخلیږي د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا تر نیول کیدو وروسته د هریرود سیند ته غورځول کیږي چې په پایله کې یي څو تنو خپل ژوند له لاس ورکړی دی.
د ایران حکومت تر اوسه پورې د دې پيښې مسئولیت نه دی منلی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې تحقیقاتو هدف د حقایقو موندل، د وروستیو تصامیمو نیول او د دا ډول پيښو د مخنيوي په خاطر د حل لارې پيدا کول دي.

Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
انځور: DW/S. Tanha