1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران هغه ښځه نيولې چې له حجاب پرته رستورانټ ته تللې وه

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

ایران د دنیا راد په نوم هغه ښځه نېولې ده چې د تهران په یوه رستورانت کې ېې له حجاب پرته اخیستلی انځور پر ټولنیزو رسنيو خپور کړی وو.

https://p.dw.com/p/4Hb6k
د آرشیف انځور په ایران کې د مهسا امیني تر مړينې وروسته اعتراضونه
د آرشیف انځور په ایران کې د مهسا امیني تر مړينې وروسته اعتراضونهانځور: Social Media/ZUMA Press/picture alliance

هغه په دغه انځور کې ښکاري چې د تهران ښار په یوه سنتي رستورانت کې په داسې حال کې چې ټيکری ېې نه دی په سر، د سهار چای څښکي. راد خپل دغه انځور د مهسا اميني په ملاتړ د اعتراضونو په جريان کې اخیستلی وو چې په ټولنیزو رسنيو کې په ديره پراخه کچه خپور شوی دی.

مهسا اميني هغه ایرانۍ ښځه وه چې شا او خوا دوه اوونۍ مخکې د ایران پولیسو د حجاب د نه رعایتولو په دلیل ونيوله چې بیا په توقیف کې مړه شوه.

د هغې تر مړېنې وروسته په ایران کې اجباري حجاب سره په مخالفت پراخ اعتراضونه شوي دي. رپوټونه وايي د اعتراضونو په جریان کې په لسونو کسان وژل شوي او ډير کسان پولیسو نیولي هم دي.