1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د داعش ډلې لس غړي مو نيولي

۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د ایران استخباراتو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې لس مشکوک غړي ېې نیولي چې په محرم میاشت کې ېې د څو حملو پلان درلود.

https://p.dw.com/p/4F8P7
Iran Polizei Symbolbild
د ایران پولیس - د آرشیف انځورانځور: Imago/ZUMA Press/Tasnim/E. Kouchari

یاد وزارت زیاتوي چې دغه کسان له عراق او ترکېې څخه ایران ته داخل شوي ول چې د درو ورځو په عملیاتو کې د ایران په لویديځ او سويل کې ونیول شول.

سرچېنې ويلي دي چې د دغو افرادو د نیولو پر وخت وسلواله نښته هم شوې چې د استخباراتو دوه ماموران په کې ټپيان شوي دي.

د ایران دولتي تلویزیون د یو رپوټ مطابق، دغو افرادو څخه ځينې تجهیزات هم ترلاسه شوي چې د هغو په ډله کې یو نښه ويشتونکی ټوپک، لب ټاپ کمپيوترونه، چړې او تيلفونونه شامل دي.