1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د حقیقت موندنې کمیټې سره هیڅ ډول همکاري نه کوو

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې هیواد به یې د بشري حقونو نړیوال سازمان د حقیقت موندنې کمیټې سره هیڅ ډول همکاري ونه کړي. هغه وویل چې په ایران کې د اعتراضونو پر مهال ډیر شمیر بهرني اتباع نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4KBtQ
Iran Teheran | Sprecher des Außenministeriums Nasser Kanani
انځور: Iranian Foreign Ministry/Zuma/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وروستۍ پریکړه د «خپلواکه هیوادونو پر وړاندې» له بشري حقونو څخه «د ابزارو په توګه بیړنۍ استفاده» بللې ده او هغه یي غندلی دی.

د کنعاني اشاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د پنجشنبې ورځې غونډې ته وه، چې په هغې کې دې شورا د رایو په اکثریت سره په ایران کې د احتجاجونو پر مهال د بشري حقونو نقض کیدو ته د رسیدګۍ په خاطر د یوه حقیقت موندونکي کمیسیون پر تشکیلولو موافقه کړې ده.

اړوند: «ایران باید په عاجل ډول د سرکوبونو په هکله ځواب ووایي»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ښکاره ډول ټینګار وکړ: «ایران به د حقیقت موندنې کمیټۍ تر عنوان لاندې له سیاسي کمیټې سره هیڅ ډول همکاري ونه کړي.»

د بهرنیو اتباعو نیول کیدل

ناصر کنعاني او ډیر شمیر ایراني چارواکو بهرنیو هیوادونو ته د انتقاد ګوته نیولې ده او ادعا کوي: «په دې کې هیڅ شک نه شته چې لویدیځ حکومتونه په مشخص ډول امریکا او ملګري حکومتونه یي په ایران کې دننه د ګډوډیو په پارونه کې رول لري.»

کنعاني زیاته کړه چې د ایران په روانو مظاهرو کې د لویدیځو حکومتونو د نقش په اړه دقیق اطلاعات شتون لري او دغه اطلاعات په مختلفو چوکاټونو کې په تهران کې له موجودو سفارتونو سره شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د احتجاجونو په جریان کې د مختلفو هیوادونو د اتباعو د نیولو خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې «د ګډوډیو په را پارونه کې د دوی د نقش په هکله منتقي دلایل شتون لري.».

د اعتراض کوونکو د ملاتړ له کبله پر المان د ایران غوسه

کنعاني همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د غونډې دایرولو په برخه کې د المان حکومت مخکښتوب «ښکاره شر اچونه او شرموونکې» وبلله او په ګواښوونکي ادبیاتو سره یي زیاته کړه، چې ایران به هغه څه تعقیب کړي چې نوموړي «د المان او الماني شرکتونو جنایتونه» بللي وو.

اړوند: په فارس خلیج کې د ګواښوونکي وضعیت په اړه د امریکا اندیښنه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې په ورته وخت کې ایراني رسنیو په تهران کې د بهرنیو چارو وزارت ته د المان د سفیر د احضار کیدو خبر ورکړی دی.

په ایران د اعتراضونو د پيل راهیسې دا دریم ځل دی چې په دغه هیواد کې د المان سفیر هانس اودو موڅل، د ایران بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل کیږي.

نوموړی مخکې تر دې هم دوه واره په ایران کې له ولسي پاڅونونو څخه د المان د صدراعظم اولاف شولڅ او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیرې آنالېنا بېربوک، د ښکاره ملاتړ له کبله د ایران بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی و.

په خونړي ډول په ایران کې د اعتراضونو د سرکوبولو په هکله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړې غونډې رابللو په برخه کې د المان او ایسلنډ مخکښتوب له کبله د برلین پر چارواکو د ایران د حکومت غوسه زیاته شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ب.ص