1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د اټومي تړون په برخه کې د اروپا هڅې کافي نه دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

تهران ویلي دي چې د اتومي تړون د ژغورنې له پاره د اروپايي ټولنې هڅې کافي نه دي. ایران په ځانګړې توګه دا موضوع چې اروپايي کمپنۍ په دې هیواد کې خپلې پانګونې دروي، ستونزمنه بولي.

https://p.dw.com/p/2y3pE
Iran testet Marschflugkörper im Persischen Golf
انځور: Reuters

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د یکشنبې په ورځ په تهران کې ویلي دي چې د اتومي تړون د ژغورنې په موخه د اروپايي ټولنې هڅې کافي نه دي. هغه روښانه کړې ده چې په ځانګړې توگه د هغو اروپايي کمپنیو پریکړې اندیښمن کړی دی چې غواړي د بندیزونو د راتلونکې تر روښانېدو پوري په ایران کې خپلې پانګوني ودروي.

ظریف د ایران له دولتي تلویزیون IRIB سره په خبرونو کې وویل: «له اتومي تړون څخه د امریکا متحدو ایالاتو په وتلو سره، له اروپايي ټولنې څخه د ایران د خلکو تمې ډیري شوې دي... او له اتومي تړون څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ کافي نه دی.»

ظریف له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «د اروپايي ټولنې د شرکتونو هغه پریکړه چې غواړې په ایران کې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي، وضعیت لا پسې پېچلی کوي.»

ظریف ټینګار کړی دی چې اروپايي ټولنه باید په ایران کې د پانګونو د ډیرولو په موخه کلک اقدامات وکړي. هغه ویلي دي چې د اروپایي ټولنې هغه ژمنه چې غواړي د اتومي تړون ساتنه وکړي، په ايران کي د اروپايي شرکتونو له هغي پريکړې سره چي غواړي په دغه هیواد کي خپل فعاليتونه بند کړي، سر نه خوري.

ظریف دغه څرګندونې په تهران کې د اروپايي ټولنې د انرژي له کمیشنر میګویل اریس سنیتې، سره تر لیدنې وروسته وکړې. هغه له اتومي تړون څخه د واشنګټن تر وتلو وروسته، د لویدیځ لومړي چارواکی دی چې ایران ته سفر کوي.

د پانګونو دریدل

د فرانسې د نفتو لوی شرکت توتال، ویلي دي چې که امریکا متحد ایالات یې له تحریمونو معاف نه کړي نو په ایران کې به خپل ۴،۸ میلیاردي پانګونه ودروي. بل فرانسوي شرکت انګي، هم ویلي دي چې له نوامبر میاشتې مخکې، به په ایران کې خپل انجينري چاري ودروي.

پر ایران باندې د واشنګټن تازه بندیزونه له نوامبر میاشتې څخه نافذیږي.

له بلې خوا بیا د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هايکو ماس، په بوينس آیرس کې د اتومي تړون له نورو لاسلیکوونکو څخه وغوښتل چې دغه تړون ته ژمن پاتې شي. هغه د G20 د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل: «د دې تړون پریښودل په دې معنی دی چې موږ په ایران کې د اتومي وسلو په تړاو د یوې نامعلومې راتلونکې پر لور ځو.»

هغه زیاته کړه: «دا په حقیقت کې د ایران په اړه نه، بلکې زموږ د اصلي امنیتي منافعو په اړه ده. د آلمان او اروپا [د امنیت په اړه].»

خو ښايي په بوينس آیرس کې د ایران د اتومي تړون په اړه یوه پریکړه ستونزمنه وي، ځکه د روسیې، امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو د وزیرانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د مسئولي په څیر کلیدي غړي په دې غونډه کې حضور نه لري.

پلان شوې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې په دې اړه خبرې وکړي چې امریکا غواړي له ایران سره څه ډول یو نوی اتومي تړون رامنځ ته کړي.

له بلې خوا آلمانۍ ورځپاڼې ویلت ام زونتاګ، ویلي دي چې آلمان، فرانسه، بریتانیا، روسیه او چین به په روانه اوونۍ کې په ویانا کې سره راټول شي چې د ایران د اتومي تړون د ساتلو په اړه سره بحث وکړي.

ms/nz (dpa, AFP, AP, Reuters)