1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د افغانستان د سولي له بهیره څه غواړي؟

۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبه

ایران د طالبانو له استازو سره تر یوې غونډي وروسته کابل او واشنګټن ته داسې زیګنالونه استولي چې پر دې ډلې نفوذ لري او باید د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکیل شي. کارپوهان وایي چې دا د تهران په سیاست کې بدلون ښيي.

https://p.dw.com/p/3BdGy
Iran Fahne Flagge
انځور: Fotolia/aaastocks

د افغانستان د سولې بحثونه هیڅ وخت هم د اوس په څیر تاوده نه وو: امریکا متحده ایالاتو له څو میاشتو راهیسې له طالبانو سره برملا خبري اترې پیل کړي دي او په عین وخت کې يې د سیمې او د افغانستان په موضوع کې ښکیل هیوادونه هم اوس تر بل هر وخت د افغانستان په چارو کې خپل دریځونه په واضیح توګه په ډاګه کوي.

ایران یو له دغو هیوادونو څخه دی چې د لومړي ځل له پاره یې د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۳۱ نیټه اعلان وکړ چې د طالبانو یوه لوړپوړي هیئت په تهران کې د دې هیواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره لیدلي دي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۶م کال کې کله چې د طالبانو پخواني مشر ملا منصور، د امریکا متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو، پاکستاني چارواکو د داسې اسنادو د مندلو ادعا کړې وه چې هغه له ایران څخه پاکستان ته پر لار وو. خو د تیر کال د دسمبر میاشتې غونډه لومړی ځل دی چې ایران په رسمي توګه له طالبانو سره اړیکه لرل تاییدوي.

له همدې کبله د ایران او د منځني ختیځ په چارو کې ایرانۍ کارپوهه فرزانه روستايي، په دې باور ده چې اوس د افغانستان په تړاو د ایران په تګلاره کې بدلون راغلی دی. دغه کارپوهه په منځني ختیځ کې روانو شخړو او په هغوی کې د ایران نقش ته په کتو سره ټینګار کوي چې تهران اوس په دې هڅه کې دی چې دغه دوې موضوعګانې سره ربط ورکړي او په دې ترتیب سره د خپل ځان په ګټه ترې استفاده وکړي. هغې له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: «د ایران دولت په حقیقت کې غواړي چې په افغانستان کې روانه لوبه په منځني ختیځ کې له روانې لوبې سره وصل کړي.»

ایران په سوریه کې د ولسمشر بشارلاسد او په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو ملاتړ کوي، چې له کبله یې د امریکا متحده ایالاتو له سختو نیوکو سره مخامخ دی. امریکا بیا په دواړو هیوادونو کې د هغو ځواکونو ملاتړ کوي چې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر ضد جنګيږي.

د واشنګټن او تهران اړیکې خو له دې کبله هم ترینګلي شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له اتومي تړونه په وتلو سره پر ایران باندي اقتصادي بندیزونه له سره لګولي دي. خو روستیایي په دې باور ده چې تهران د افغانستان د سولې په بهیر کې د خپل نقش له پراخولو سره غواړي د ترمپ ادارې ته دا زینګنال واستوي چې پر اقتصادي بندیزونو سربیره هم پر یمن، عراق او سوریې سربیره په افغانستان کې هم د پام وړ نفوذ لري.

د راتلونکې په اړه اندیښنې

په روانه اوونۍ کې داسې رپوټونه خپاره شول چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا مشاور جان بولتون، له پنتاګون څخه غوښتي ول چې ورته پر ایران باندې د یوه احتمالي برید طرحه واستوي. که څه هم تر اوسه پوري روښانه نه ده چې پر ایران د یوه احتمالي برید موضوع څومره جدي وه، خو د روستیایي په خبره ایران له ډیر وخت راهیسې د امریکا له یوه احتمالي بریده ويره لري. هغه وایي: «ایران اندیښمن دی چې یوه ورځ به په افغانستان کې له امریکايي پوځي اډو څخه پر ایران پوځي عملیات وشي. ایران تل دغه راز اندیښنې لري.

دغه کارپوه ټینګار کوي چې دا اندیښنې د دې لامل شوي دي چې ایران په افغانستان کې خپل نقش لا ډیر کړي څو په راتلونکې کې یې په خپله ګټه وکاروي: «که چیرته دغه راز یوه پیښه وشي، نو په دې صورت کې به [ایران] وکولی شي ځینې فشارونه رامنځ ته کړي او یا ځیني نور فشارونه خنثی کړي.»

د ایران بله اندیښنه په افغانستان کې د سعودي عربستان د نفوذ ډیریدل دي. ایران او سعودي عربستان په سیمه کې سره سیالي لري او ګټې یې یو له بل سره په تقابل کې دي. اوس چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په بهیر کې په یوه مهم لوبغاړي هیواد بدل شوی، ایران هم نه غواړي تر خپل سیال شا ته پاتې شي.