1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د اعدامونو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د ایران په اصفهان کې د درو اعتراض کونکو تر اعدام وروسته په لومړۍ شپه، د ایران مختلفو ښارونو کې خلک واټونو ته ووتل او حکومت ضد شعارونه ېې ورکړل. امنيتي ځواکونو د خلکو د تيت و پرک کولو په موخه اوښکې بهوونکي ګاز کارولي دي.

https://p.dw.com/p/4RbOq
Szenen aus den jüngsten Protesten im September und Oktober 2022 im Iran
انځور: UGC

د جمعې په ورځ د ایران په اصفهان کې د درو تنو تر اعدامولو وروسته د همدې ورځې په ماښام د ایران په یو شمېر ښارونو کې اعتراضونو ادامه پیدا کړه. ایراني چارواکو ويلي چې اعدام شويو درې کسانو، مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعيد یعقوبي، تېرکال، د مهسا اميني د مړېنې په تړاو یو اعتراض کې له وسلې استفاده کړې وه چې درې امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي ول.

اعتراضونه او شعارونه

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې په تهران کې اعتراض کونکي د «مرګ پر اعدامي جمهوري» او «تر هغې چې ديکتاتور په واک کې وي، پاڅون ادامه لري» په څېر شعارونه ورکوي.

ورته نور ولولئ: ایران د اعتراضونو په تړاو ۳ کسان اعدام کړي

د کرج په ګوهردشت کې هم د جمعې او شنبې ورځو تر منځ شپه کې خلک واټونو ته راووتل او د «سږنی کال د ينې دی، سید علي پرځولی دی» شعارونه ېې ورکړل.

د مشهد په وکيل آباد سیمه کې هم اعتراض کونکو د حکومت ضد او د اعدام شوو پر ملاتړ شعارونه ورکول: «تر هغې چې ديکتاتور په واک کې وي، پاڅون ادامه لري» او «د اعدام په مقابل کې ستاسو چوپتيا، یعنې د ظالم له ظلمه ملاتړ».

د قزل حصار زندان مخې ته اعتراض

د جمعې ورځې له اعدامونو سره د هغو کسانو د برخليک په اړه هم اندېښنې زياتې شوي چې د اعدام په درشل کې قرار لري. د دغو زندانیانو کورنۍ تېره شپه د قزل حصار زندان مخې ته راټولې شوې وې او د «مه اعداموئ» شعار ېې ورکاوه.

د آرشیف انځور - کلن، جرمني - بهر ميشته ایرانیانو په مختلفو ښارونو کې له هغې ډلې د کاناډا په تورنتو کې هم د اعدامونو ضد اعتراضونو ته چمتووالی نیولی دی
د آرشیف انځور - کلن، جرمني - بهر ميشته ایرانیانو په مختلفو ښارونو کې له هغې ډلې د کاناډا په تورنتو کې هم د اعدامونو ضد اعتراضونو ته چمتووالی نیولی دیانځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/picture alliance

د «هنګاو» په نوم د بشر حقونو سازمان رپوټ ورکړی چې «امنيتي ځواکونو د ساچمه لرونکو وسلو په ذریعه لږ تر لږه لس ښځې چې د قزل حصار زندان مخې ته راټولې شوې وې، ټپیانې کړي دي.»

ورته نور ولولئ: ایران: د زندان مخې ته د اعتراضونو په دلیل اعدامونه عملي نه شول

په ایران کې د بشر حقونو د فعالینو ټولنه، هرانا، ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د یاد زندان مخې ته د راټولو شوو اعتراض کونکو د پاشلو په موخه ډزې کړي او له اوښکو بهوونکو ګازو څخه ېې استفاده کړې ده.

د اوښکي بهوونکو ګازو څخه استفاده

بل خوا د ایران د بشر حقونو سازمان رپوټ ورکړی چې «د رجايي شهر او د کرج په قزل حصار زندانونو کې په اعدام باندې محکوم شوي څو کسان، د حکم د اجرا په موخه انفرادي خونو ته وړل شوي دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان غبرګون

د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړو راپور ورکونکو، د مجید کاظمي، سعید یعقوبي او صالح میرهاشمي اعدامول غندلي او وېلي ېې دي چې دغه اعدامونه ښيي چې «د ایران حکومت نړیوالو قوانینو ته کوم درناوی قایل نه دی.» د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو له ایراني چارواکو غوښتي چې اعدامونه ودروي.

زياته شوې چې د جمعې ورځې اعدامونو په غبرګون کې بهر ميشته ایرانیانو په مختلفو ښارونو کې له هغې ډلې د کاناډا په تورنتو کې هم اعتراضونو ته چمتووالی نیولی دی. 

دویچه ویله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

او دلته زموږ له آرشیف څخه پر ورته یوه موضوع یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: