1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د اتومي تړون د ژغورلو هیله لري

۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبه

ایران هیله څرګنده کړې ده چې له اتومي تړونه د امریکا متحده ایالاتو پر وتلو سربیره هم، هغه ژغورل کیدای شي.

https://p.dw.com/p/38VgF
England Iran Flagge
انځور: picture-alliance/dpa/epa/A. Taherkenareh

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې هیواد اتومي تړون ژغورل کیدای شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: «موږ هیله من یو چې اروپایان دغه تړون ژغورلی شي.»

دغه خبري کنفرانس د دولتي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنت، به له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف، سره وویني. هنت هم ایران ته تر خپل سفر مخکې ویلي ول چې هیواد یې د ایران اتومي تړون ته ژمن دی.

هنت وویل: «د ایران اتومي تړون، چې د ایران د اتومي کیدو ګواښ له منځه وړي، د منځني ختیځ د ثبات له پاره یوه اساسي اصل دی.»

هنت لومړی اروپايي وزیر دی چې له اتومي تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو تر وتلو وروسته، ایران ته سفر کوي.

اروپا د امریکا متحده ایالاتو پر ضد

په ۲۰۱۵م کال کې تر اوږدو خبرو اترو وروسته، د ایران، امریکا متحده ایالاتو، آلمان، بریتانیا، چین، روسیې، فرانسې او اروپايي ټولنې تر منځ اتومي تړون رامنځ ته شو. د دې تړون په پایله کې پر ایران باندې نړیوال بندیزونه له منځه ولاړل او ایران موافقه وکړه چې خپل اتومي پروګرام به پای ته ورسوي.

د تړون ایراني لاسلیکوونکي په دې باور دي چې هغه د ایران د اتومي کیدو مخنیوي له پاره تر ټولو ښه انتخاب دی. خو امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ، بیا په دې نظر نه دي او له همدې کبله یې خپل هیواد له دې تړون څخه ایستلی دی.