1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياایران

په ایران کې آنتي بیوتیک، استامینوفن او سیرم کم شوي دي

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د ایران حکومت اړ شوی چې هغه انتي بیوتیک چې ۵۰ کاله په دغه هېواد کې تولید کېدل، له بهر څخه وارد کړي. استامینوفن، سیرم او ځیني نور درمل هم په دې هېواد کې کم شوي دي. د روغتیا وزیر ژمنه وکړه چې د اړتیا وړ درمل به برابر کړي.

https://p.dw.com/p/4Ihn7
ايران دمګړۍ د يو شمير درملو له کمښت سره مخ دی
ايران دمګړۍ د يو شمير درملو له کمښت سره مخ دیانځور: Ilna

د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهی د سه شنبه په ورځ اعلان کړی چې سږ کال د آنتي بیوتیک کمښت د وړاندوینې وړ نه وو او د تلې میاشتې په نیمایي کې ورسره مخ شو. د نوموړي په وینا د ښوونځي او پوهنتونونو له پرانیستلو او انفلونزا وبا زیاتېدو سره دا کمښت رامنځته شوی دی.

د دغه هېواد د روغتیا وزیر ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به په کافي کچه درمل برابر شي. نوموړي د یادو درملو په ځانګړي توګه د آنتي بیوتیک کمښت یو لامل په بې ساري توګه کارول او د ډاکټرانو له خوا ناروغانو ته په نسخو کې لیکل په ګوتو کوي. د عین اللهي په وینا، په نړۍ کې د درملو د نسخې معیار یو نیم قلم دی، خو په ایران کې په اوسط ډول په یوه نسخه کې څلور قلمونه ورکول کیږي.

پر ايران د اروپايې اتحاديې نوي بنديزونه او د ايران غبرگون

د انټي بیوټیک سربیره، د "استامینوفن" درمل نه موندل کیږي. جماران ویبپاڼه او فرخنده ګان ورځپاڼې هم د درملو سخت کمښت ته په اشارې سره د استامیتوفن او سیروم د کمښت خبر ورکړی دی.

د درملتونونو ډاکټرانو په ډېری مواردو کې ویلي چې استامینوفن، پروفین او ورته درمل نه وېشل کېږي او په درملتونو کې هغه درمل چې لاسرسی ورته کېږي له پخوا څخه پېرل شوي دي. د ایران ۳۰ ولایتونه د آنتي بیوتیک درملو له کمښت سره مخ دي.