شخړيآسیا
ایتوپيا: د تیګري شخړي د سولي د مذاکراتو پیلیدل
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبهاعلان
په همدې هدف د ایتوپیا د پوځ او تیګري سیمي نمایندګان جنوبي افریقا ته تللي دي. دغه مذاکرات د افریقا د اتحادیې په وساطت پر مخ بیول کیږي. په نظر کي دي، چي دغه مذاکرات به تر راتلونکې یکشنبه ورځي پوري دوام پیدا کړي. دغه خبري د ایتوپیا د پوځ لخوا د ځینو منطقو تر فشار لاندي تر سره کیږي، کوم چي د اریتیریايي قواوو لخوا ورسره هلته کومک کیږي.
د اکثرو افریقايي هیوادونو مشران، امریکا متحده ایالات او د اروپا اتحادیه د اوربند د رامنځته کیدو او سولي د خبرو شروع کیدل غواړي.