1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا کیوبايي ډاکټران به د کرونا په له منځه وړلو کي مرسته وکړي

۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبه

کیوبايي ډاکټران او نرسانې چي د «سپین چپنو د پوځ» په نوم هم یادیږي، لومړی یې په افریقا کي د ایبولا په له منځه وړلو کي مرسته وکړه او اوس ممکنه ده د کرونا ویروس په له منځه وړلو کي هم مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3ZSyy
Sierra Leone Kuba senden 165 Mediziner nach Westafrika
انځور: Getty Images/AFP/F. Plaucheur

دا به نه یوازي په بين المللي سطح د هغوی اعتبار لوړ، بلکي دغه هیواد ته به خارجي اسعار هم ورداخل کړي. د کیوبا د حکومتي ورځپاڼي، گراما په حواله، د انترفېرنو الفا۲ بي (alfa-2b Interferon) کیوبايي دوأ د ۳۰ نورو هغو دارودرملو په جمله کي شامله ده چي چین د کرونا ویروس په له منځه وړلو کي ورڅخه استفاده کړې ده.

خو دا چي د هغه څخه دي په بين المللي سطح استفاده وسي، جهاني صحي سازمان (WHO) یې په اړه تر اوسه پوري متردده ده. د دغه سازمان د اجرائیه کمیټې غړې، دینا فایفر وویل، «دا امکان نه لري، چي د انترفېرنو الفا۲ بي په واسطه د کرونا ویروس د معالجې چانس لوړ سي، ځکه چي هغه په لابراتوارونو کي نه ده تجربه سوې.«

Kubanische Ärzte helfen Erdbebenopfern in Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/P. Hattori

خو د کیوبا او چین ترمنځ د صحي مسایلو په برخه کي همکاري کیدلای سي د کرونا ویروس (کووید ۱۹) مرض په له منځه وړلو کي  ددغه سوسیالسټي دولت يوه ښه همکاري حساب سي. که څه هم کیوبايي دواوي او واکسیونونه یې معمولأ  په بحراني سیمو کي د استعمال له کبله مشهوره نه دي، خو په دغو منطقو کي د کیوبايي ډاکټرانو ماموریت ډیر مشهوره دی. خصوصأ هغه وخت چي په غربي افریقا کي د ایبولا ویروس رامنځته سو، نو کیوبا خپل تر ۴۶۰ اضافه ډاکټران او نرسان سیرالیون، لیبریا او گانا ته ولیږل. د هغوی ۱۶۵ تنه د صحي جهاني سازمان لپاره هلته په کار وگومارل سول.

د جرمني د گیگا د انستیتوت د جنوبي امریکا د څانگي د کیوبا کار پوه، بېرت هوفمن په خبره، WHO د کیوبايي ډاکټرانو سره ډیري ښې تجربې لري او وايي، کیدلای سي، د هغوی څخه د کرونا ویروس د له منځه وړلو په لار کي هم کومک وغوښتل سي. 

د «سپین چپنو د پوځ» په نامه د کیوبايي ډاکټرانو او نرسانو ټیم، چي اصلأ ورته دغه نوم فیدل کاسټرو ورکړی دی، په بحراني سیمو کي د امراضو په له منځه وړلو کي ډیر مشهوره دی.