1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په فرانسه کي مقدساتو ته توهین بیرته رواجیږي؟

۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

په فرانسه کي مقدساتو ته توهین د بیان د ازادۍ یوه برخه ده. خو د شارلي ابدو پر طنزي مجله باندي تر خونړۍ حملې وروسته د کفر ویلو او مقدساتو ته توهین سره علاقه راکمه سوې ده. ایا دلیل يې حملو څخه بیره ده او که نور علتونه لري؟

https://p.dw.com/p/3hqnw
Bildergalerie muslimische Reaktion Charlie Hebdo
انځور: Getty Images/Afp/Frederick Florin

فرانسوی ملت، چي د کلیسا او شاهي تاج و تخت پر ضد قیامونو زیږونکی دی، له ډیره وخته څخه تحریک او بې احترامۍ ته او له هغه سره یو ځای د کفر ویلو پر ازادۍ باندي د خپل انقلابي هویت د یوه بخش په حیث ویاړي.

خو د ناظرانو په حواله د انسانانو او خدایانو پخوانی یو ډول تمسخر او بې احترامي چي په فرانسه کي ژوره ریښه لري، د شارلي ابدو پر طنزي مجله باندي تر خونړۍ حملې پنځه کاله وروسته نوره خطرناکه سوې ده. شارلي ابدو د دغه ډول تبصرو په سر کي قرار درلود.

د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کي په پاریس کي د شارلي ابدو پر دفتر باندي تر حملې وروسته تر دوو ميلیونو کسانو او د ۴۰ هیوادو رهبرانو پوري د بیان د دغي ازادۍ په دفاع کي مارشونه وکړل او نارې یې وهلې: «زه شارلي یم». خو اوس چي په دغه اوونی کي ددغي حملې په دلیل پر ۱۷ کسانو باندي محکمه دایریږي، داسي معلومیږي، چي اکثرو کسانو «مقدساتو ته توهین» سره علاقه مندي له لاسه ورکړې ده. 

د Ifop نظر سنجولو یوه انستیتوت د یوې نظرپوښتني پراساس چي د همدې کال په فبرورۍ کي یې تر سره کړې، ښکاره کوي چي اوس یوازي نیمايي پوښتل سوي کسان «پر مذهبي عقایدو او دګمي مفکورو باندي، حتی په تمسخرآمیزه ډول باندي انتقاد څخه» حمایه کوي. د هغوی اکثریت مګر تر ۲۵ کاله کښته عمر لري.

د سیاسي مطالعاتو د پوهنتون د سیاسي الاهیاتو استاده، اناستاسیا کولوسیمو وايي چي «په هغه نړی کي چي خپل ځان ته سیکولر وايي، خصوصأ په فرانسه کي چي لږ ځانونه مذهبي بولي، ضد ونقیض کفر ویل اوس په یوه تابو باندي تبدیل سوی دی. معنی دا چي نور پرهغه باندي بحث کول ښه کار نه وي.» ددې په خبره، «بې دیني او ضد روحانیت نور په مخ پر ډیریدونکي ډول سره توهین بلل کیږي.»

د فرانسې له پاره چي په اروپا کي د لومړي هیواد په حیث د ۱۸۸۱م کال څخه او عملأ په ۱۷۸۹م کال کي د فرانسې له انقلاب راهیسي کفر ویل او مقدساتو ته توهین رسمأ نور کوم جرم نه بلل کیږي، دا یوه ښکاره تغیر دی.»

سیاسي مؤرخ، ژان ګاریګونه  فرانسوي خبري آژانس ته وویل، «د کفر نه ویلو طرحه د فرانسې په جمهوریت کي ریښه لري. دا د کلیسا او کاتولیک کلیسا برترۍ او د فرانسې د سلطنت سره د هغوی پیوند ته ورګرزي، هغه سلطنت چي د جمهوري غوښتونکو انقلابیانو له خوا نسکور سو. دا هغه شی دی چي واقعأ د فرانسویانو په اصلي هویت باندي تبدیل سوی دی.»

خو په نظر پوښتنه کي یو تعداد فرانسویانو د «خپل ځان تدریجي سانسور» تمایل ته اشاره کړې ده. ځکه بیریږي، چي «مقدساتو ته د توهین» په صورت کي کیدلای سي، بیا د پنځه کاله مخکي حملو او تشدد سره مخامخ سي.

په هغه وخت کي د شارلي ابدو دفتر ترهغه وروسته، چي د اسلام د پیغمبر کاریکاتور یې نشر کړ، تر انتقام اخیستونکي هدف لاندی راغی او د ۵ کاریکاتوریستانو په شمول ۱۲ کسه په قتل ورسیدل. د اسلام د پیغمبر، حضرت محمد(ص) ځیني کاریکاتورونه د غیر مسلمانانو تر انتقاد لاندي هم راغلل.

که څه هم تر هغه راوروسته هم شارلي ابدو د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور ترسیمولو ته ادامه ورکړه، خو اکثره وايي چي دغه میتود نور خپل جذابیت له لاسه ورکړی دی.

د شارلي ابدو ادیتور او کارتونیست، لوران سوریسو چي د ۲۰۱۵م کال په حمله کي یې خپل راسته لاس له لاسه ورکړی دی او پدې خاطر ژوندی پاته سو، چي داسي یې ښکاره کړي وه، چي ګواکي مړ دی، د همدې کال په جنوری میاشت کي د فرانسوې خبري آژنس ته وویل، «په فرانسه کي اوس داسي تمایل موجود دی، چي د سیاسي کارتونونو نشرول باید کاملأ د توافق او تفاهم پر اساس تر سره سي.» په خبره یې «اخبارونه او مجلې دومره ریسک نه قبلوي او کارتونونه نور بې خونده سوي دي.»

له بلي خوا په ۱۹۷۲م کال کي په فرانسه کي د راسیزم سره د مبارزې پخاطر د داسي جرایمو، لکه توهین، کرکي، تشدد او یا تبعیض ته تحریکولو قانون وضع سو. په دغه هیواد کي له ۱۹۹۰م کال راهیسي د هولوکاوست څخه انکار نور یو غیر قانوني عمل بلل کیږي. کولوسیمو وايي، چي«د دغه قانون له نافذيدو راهیسی موږ یوازي ممانعتونه شدید کړي دي، مجازات مو ډیر کړي او د افرادو حقوق مو راکم کړي دي.»

د همدې کال په جنورۍ کي د بیان د ازادۍ پر سر باندي جر وبحث یو وار بیا تود سو، ځکه یوې ځواني نجلۍ په اینستاګرام کي اسلام یو« خراب او د کرکي وړ دین» وباله او په مرګ باندي تهدید سوه.

د فرانسې د هغه وخت د عدلیې وزیر که څه هم د دغي نجلۍ پر ضد تهدیدونه وغندل، خو له هغې څخه یې انتقاد هم وکړ، چي «دین ته د اهانت» مرتکبه سوې ده. مګر بیا جمهورریس، ایمانوییل ماکرون ددغي نجلۍ څخه په شدت سره دفاع وکړه او د فرانسویانو د «کفر ویلو، پر دین او مذهب باندي انتقاد کولو او د دین په ارتباط کاریکاتور رسمولو» پرحق باندي ټینګار وکړ.