1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

ایا په جرمني کي به د روژې په میاشت کي مسجدونه وتړل سي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د جرمني د مسلمانانو مرکزي شورا د روژې په میاشت کي د مسجدونو تړل له امکان څخه لیري نه بولي. دغي شورا د کرونا په خاطر د خلګو تر منځ د نژدې تماس وضع سوي قیودات منلي او په خبره یې د دې مطابق به په روژه کي مساجد هم وتړل سي.

https://p.dw.com/p/3aaS0
Sehitlik Moschee in Berlin
انځور: Getty Images/C. Koall

د دغي شورا رئیس، ایمن مازیک د فونکه د رسنیو ګروپ ته ویلي دي، چي د انسانانو سلامتي او صحتمندي نه یوازي د هغوی مکلفیت دی، بلکي زموږ د دیني احکامو او عقایدو سره هم کاملأ مطابقت لري. په خبره یې د مسلمانانو مرکزي شورا خپله تګلاره د کرونا په ارتباط جوړي سوي بحراني کمیټې او د کورنیو چارو د وزارت د احکامو سره هماهنګ کوي.

مازیک دا د امکان څخه لیري نه بولي، چي د روژې میاشتي په سر کي به مسجدونه تړلي پاته سي.هغه ویلي دي چي اوس لا وختي دی، چي په روژه کي دي په دې ارتباط دقیقو اقداماتو څخه خبري وکړو، خو متاسفانه دا تشویش موجود دی، چي موږ به مجبوره سو، مسجدونه حداقل د روژې په سر کي وتړو.

د ادغام په ارتباط د جرمني د حکومت نماینده، انیته ویدمن ماوڅ د جرمني د مسلمانانو څخه غوښتي دي چي د روژې په میاشت کي هم د خلګو تر منځ د نژدې تماس نیولو څخه پرهیز وکړي او هغه رعایت کړي.

تیره جمعې ورځ په برلین کي تقریبأ ۳۰۰ مسلمانانو د جمعې په لمانځه کي برخه واخیسته، بې له دې چي معینه فاصله مراعت کړي. د پولیسو په حواله امنیتي قواوي او د مسجد ملأ په مشکل سره تر یوه حده پوري پر دې باندي کامیابه سوه، چي هغوی فاصله مراعت کړي. بلاخره د جماعت دغه لمونځ د ملأ په موافقه تر وخت مخکي ختم سو.