1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبانو د کندز خان آباد ولسوالۍ نیولې؟

۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعه

د کندز ولايتي شورا یوه غړي ویلي دي چې طالبانو د دغه ولايت، خان آباد ولسوالۍ نيولې او پر دشت ارچي ولسوالۍ یې هم سخت بریدونه پیل کړي. د خان آباد ولسوال بیا ویلي چې ولسوالۍ بيرته د حکومت لاس ته لويدلې خو جګړه لاهم دوام لري.

https://p.dw.com/p/3PAGt
Afghanistan Selbstmordattentat während andauernder Kämpfe in Kundus
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/Bashir Khan Safi

د کندز د ولايتي شورا رئيس امرالدين ولي، دويچه وله ته وويل: «د خان آباد ولسوالۍ له بده مرغه دوه ساعته مخکې سقوط وکړ. دغه ولسوالۍ د مخالفانو لاس ته ولوېده.»

هغه زیاته کړه: «د دشت ارچي په ولسوالۍ کې هم سخته جګړه روانه ده او دغه ولسوالۍ په بشپړه محاصره کې قرار لري.»

د کندز د ولایتي شورا د رییس په خبره دشت ارچي ولسوالۍ هم د سقوط له خطر سره مخامخ ده. ولي پر حکومت باندې د دې ولسوالۍ د امنیت د نه نیولو له کبله نیوکې وکړې او ویې ویل: «هغوی [طالبانو] جګړه پيل کړه. له دې لوري [حکومت] جګړه سمه مديريت نه شوه او له همدې کبله طالبان ولسوالي ونيوله.»

خو د خان آباد ولسوال حيات الله اميري، دويچه وله ته وويل چې طالبان يې د ولسوالۍ له مرکز څخه ایستلي او ولسوالۍ بيرته د امنيتي ځواکونو لاس ته لويدلې ده. اميري وويل: «د ولسوالۍ اداره، امنيه قومندانۍ او ټولې ادارې بيرته د امنيتي کسانو تر کنترول لاندې راغلې.»

د خان آباد ولسوال وويل چې دغه جګړې تلفات هم لري خو دا چې لا هم جګړه ادامه لري، د تلفاتو کره ارقام په لاس کې نه لري. ولسوال زیاته کړه چې طالبانو له څلورو خواوو پر ولسوالۍ حملې وکړې چې په نتيجه کې امنيتي ځواکونو پر شا تګ وکړ.

د خان آباد ولسوالۍ اوسيدونکي امير محمد، دویچه وله ته وويل چې طالبانو د جمعې په ورځ سهار وختي پر ولسوالۍ بريدونه پیل کړل چې تر لږ نښتې وروسته ښار ته دننه شول. هغه وويل: َ«د ولسوالۍ په مرکز کې دوه یا درې مغازې او يو د بريښنا ترانسفر سوځيدلی.»

امير محمد چې په ځايي وخت د ماسپښين شاوخوا دوه بجې یې له دویچه ویله سره خبرې کولې روښانه کړه چې اوس د ډزو غږونه نه اوریدل کيږي او وضعيت آرام دی. د کندز خان آباد ولسوالۍ تر دې مخکې هم د څو ساعتونو له پاره د طالبانو لاس ته لويدلې وه. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې وسلوالو طالبانو د کندز ښار په شاوخوا سيمو کې هم خپلو جګړو ته زور ورکړی دی. د رپوټونو په اساس طالبانو دغه راز په ګاونډي ولايت بغلان کې هم د څو ورځو راهيسې خپل پوځي تحرکات پيل کړي.

کریم صالح