1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د سولې تړون د ماتیدو له ګواښ سره مخامخ دی؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

طالبانو ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د سولې تړون د ماتیدو مرحلې ته نزدې شوی دی. دغې ډلې پر واشنګټن باندې د سولې له تړون څخه د سرغړونې تورونه لګولي دي.

https://p.dw.com/p/3aUUH
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: Reuters/I. al Omari

طالبانو پر امریکا متحده ایالاتو باندې تور لګولی دی چې د نورو تر څنګ یې په خبره پر ملکیانو باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ډله وایي چې جنګیالیو یې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپل بریدونه محدود او پر بهرنیو یې حملې درولې وي. دې ډلې ویلي دي چې پر دې سربیره یې پر افغان ځواکونو په ښارونو او پوځي اډو کې حملې نه دي کړي. دغه ډله وایي چې دا محدوديتونه په ځانګړي ډول د فبروري میاشتې په تړون کې لا راغلي هم نه وو.

طالبانو په دې اړه د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او ګواښ یې وکړ چې که امریکا متحده ایالات او افغان حکومت له تړون څخه سرغړونو ته دوام وکړي نو تاوتریخوالي به ډیر شي.

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یوه ویاند ډګروال سوني لیګیت، په خپل تویتر ټولنیزې پاڼې کې د طالبانو دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو «د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون پوځي ټکي مراعت کړي او اوس یې هم مراعتوي، او دا چې بله هره ادعا بې بنسټه ده.»

لیګیت پر خپل ټویتر باندې خپور شوي پیغام کې پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې تاوتریخوالی کم کړي او دا چې امریکا ځواکونه به په هغه صورت کې چې افغان پوځیان تر برید لاندې وي د هغوی مرستې ته ور ودانګي. دغه امریکایي چارواکي روښانه کړې ده چې دا هر څه د امریکا او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر اساس ترسره کیږي.

خو طالبان ټینګار کوي چې د تیر کال په پرتله یې خپل بریدونه کم کړي دي او وایي چې که له تړون څخه سرغړونه دوام ومومي نو دا به «د بې اعتمادۍ فضا رامنځ ته کړي او نه یوازې تړونونو ته به زیان ورسوي بلکه مجاهدین به د ورته ځواب ورکولو ته وهڅوي چې په پایله کې به یې د جګړې کچه لوړه شي.»

طالبان خپلو جنګیالیو ته د «مجاهدینو» کلمه کاروي.

 

د بندیانو د آزادي ځنډیل

طالبان همداراز پر افغان حکومت باندې تور لګوي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادي د وار وار ځنډولو له پاره د «نه توجیه وړ دلایل» کاروي. د امریکا او طالبانو تر منځ په شوي تړون کې د ۱۰۰۰ دولتي بندیانو د آزادي په بدل کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کیدو خبره شوې ده.

افغان حکومت دغه بندیان تر ټاکل شوې نیټې پورې آزاد نه کړل او تر اوسه پورې یې په دې کار اقدام نه دی کړی. همدې موضوع واشنګټن هم بې حوصلې کړی دی. پر دې سربیره د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو راپوته شوی سیاسي کړکیچ هم له کابل سره د امریکا ناخوښي ډیره کړې ده. د دې ستونزې نه حلیدو هم د سولې په بهیر کې پرمختګونه یو څخه ورو کړي دي. له همدې کبله واشنګټن ګواښ کړی دی چې که ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په خپل منځ کې یوه سیاسي جوړجاړي ته و نه رسیږي نو پر افغانستان به خپلې یو میلیارډ ډالره مرستې بندې کړي.

که څه هم ولسمشر غني تیره اوونۍ له طالبانو سره خپل مذاکراتي ټیم اعلان کړ، خو طالبان دغه تیم یو اړخیز بولي او رد کړی یې دی.

(ms/awa (ap