1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغانستان ته د نغدو پیسو لیږد لږ شوی دی؟

هيلۍ اسد
۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې هغه پيسې چې افغانستان ته لېږدول کيږي، طالبانو ته نه ورکول کېږي او یوازې د بشري مرستو له پاره کارول کېږي. په ورته وخت کې، د نغدو پیسو د بندیدو او ځنډ ګنګوسو هم زور اخېستی دی.

https://p.dw.com/p/4Lycp
Da Afghanistan Bank (DAB) | Kabul, Afghanistan
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د افغانستان مرکزي بانک چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې کار کوي، له څو اونیو راهیسې د لسګونو میلیوني نغدي کڅوړو د راتګ خبر نه دی خپور کړی، چې دې کار د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د بندیز په غبرګون کې د پیسو د ځنډولو په اړه ګنګوسې زیاتې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) افغانستان ته د لېږل شویو نغدي کڅوړو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې تر دې دمه افغانستان ته ټولټال ۱،۸ میلیارد ډالر نغدي پیسې لېږدول شوي دي.

یوناما زیاته کړې ده چې دا مرستې به طالب چارواکو او مرکزي بانک ته نه ورکول کېږي، بلکې په یوه خصوصي بانک کې به د ملګرو ملتونو حسابونو ته استول کېږي او د دغه سازمان او نورو بشري بنسټونو ته به د خلکو د مرستې په موخه وېشل کېږي.

د یوناما دغه اعلامیه ظاهراً په افغانستان کې دننه د دې ادعا او انګېرنې ځواب دی چې ګواکې دا مرستې طالبانو ته استول کېږي او یا هم طالبان ترې ګټه اخلي.

آرشیف انځور: د ژمي په موسم کې په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه وضعیت د اندېښنې وړ دی
آرشیف انځور: د ژمي په موسم کې په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه وضعیت د اندېښنې وړ دیانځور: Ali Khara/REUTERS

د کاردان پوهنتون پخوانی استاد، قیس محمدي چې اوس په بهر کې دی، دویچه ویله ته وویل: «دا نغدي مرستې چې ځنډول شوي په حقیقت کې بشري مرستې نه دي، په مستقیم ډول طالبانو ته ورکړل شوې وې.»

پر طالبانو د فشار راوړلو عملي انتخابونه څه کیدای شي؟

د دغو پیسو د مصرف د څرنګوالي په اړه د واضح معلوماتو نشتوالی په ښکاره ډول د افغانانو په منځ کې د دې فکر لامل شوی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست چې اوس په شخصي توګه له اړمنو کسانو سره مرسته کوي، د دویچه ویله د «پخلاینې» خپرونې ته وویل: «ستونزه دا ده چې تر اوسه نه امارت (طالبانو) او نه هم بل چا خلکو ته ویلي دي چې دا یو نیم ميلیارد ډالر چیرته مصرف شول او له چا سره مرسته وشوه؟ د معلوماتو ژوره خلا شتون لري.»

یوناما دغو نغدو پیسو ته د طالبانو لاسرسی رد کړی او د کارولو په اړه یې د څارنې او هراړخیزې څېړنې ډاډ ورکړی، خو په ورته وخت کې یې ویلي دي چې «ملګري ملتونه د دې نغدي پیسو د استولو د طریقې، وخت، نېټې او اندازې په اړه تبصره نه کوي.»

یوناما د دغو نغدو پیسو د لیږد د دوام او بندېدلو په اړه څه نه دي ویلی، خو زیاتوي چې: «هغه مرستې چې ملګري ملتونه یې ورکوي، که کمې شي، نو د نغدو پیسو اندازه به هم کمه شي.»

افغان طالبان د دو انتخابونو تر منځ: د پاکستان حکومت که «ټي ټي پي»؟

د افغانستان د مالیې وزارت پخوانی وزیر انوار الحق احدي چې اوس په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق مشر دی، د یوناما دغې اعلامیې ته په اشارې سره وویل: «کله چې دوی په دې څو اونیو کې پیسې نه دي انتقال کړي، دا په دې معنی ده چې د دوی فعالیتونه کم شوي دي. یا دا بند شوي دي.»

د افغانستان مرکزي بانک هم د بشري مرستو له پاره د نغدو پیسو د لیږد د ځنډولو اټکلونه رد کړي دي.

همدارنګه د افغانستان د مرکزي بانک د پلټنې مشر او په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق د بورډ غړي شاه محمودي محرابي دویچه ویله ته وویل چې د نغدو پیسو د لیږد له ځنډیدو خبر نه دی. هغه زیاته کړه: «ملګري ملتونه د نغدو پیسو د لیږد اندازه او وخت نه مشخص کوي.»

په لسګونو میلیونه ډالره چې د نغدو پیسو په بڼه افغانستان ته لیږدول شوي، د افغانستان شاوخوا نیمایي نفوس ته د مرستو رسولو سربیره د هیواد پر اقتصاد هم مثبت اغیز کړی دی.

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

احدي وايي، که د پيسو لیږد کم او يا بند شي، نو پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند به منفي اغېز وکړي. هغه زیاته کړه: «د نغدو پیسو لېږل د بهرنیو اسعارو ارزښت باثباته ساتلی او د ډالرو په بدل کې د افغانیو تبادله د افغانیو ارزښت ساتلی دی.»

محرابي همدارنګه ټینګار کوي چې د نغدو پیسو لیږد، له اړو کسانو سره پر مرستې سربیره، «د افغانۍ د ارزښت په ثابت ساتلو کې مهم رول لوبولی دی.»

د ملګرو ملتونو ادارې او نور مرستندویه سازمانونه توانېدلي دي چې په تېر ژمي کې د نړیوالو په مرسته په افغانستان کې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي. ملګرو ملتونو سږ کال اټکل کړی دی چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې یو شمېر بنسټونو د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز د پرېکړې له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي. د دې سازمانونو د فعالیتونو درول کولی شي اړمنو خلکو ته مرستې خورا محدودې کړي.

احدي وړاندیز کوي چې د ښځو په اړه د طالبانو د تګلارې له امله، په راتلونکي کې، که نغدې پیسې افغانستان ته لیږدول کیږي، دا به په لږه اندازه وي.