1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغان حکومت د تېر ژنيف کنفرانس ژمنې عملي کړي؟

۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبه

د افغانستان د مدنې ټولنې مجتمع (مجما) تازه موندنې ښيي، چې افغان حکومت د تېر ژنيف کنفرانس ژمنې نه دي عملي کړي. په دغو ژمنو کې څه وو؟

https://p.dw.com/p/3lfsg
Genf Afghanistan Konferenz Ansprache Antonio Guterres
آرشيف انځور: په ۲۰۱۸ کال په ژنيف کي د تر سره سوي افغانستان کانفرانس يو انځورانځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د افغانستان د مدنې ټولنې  مجمتع یا (مجما) په تېر ژنيف کنفرانس کې د افغان حکومت د کړیو ژمنو په اړه د یوې تازه سروې پایلې خپرې کړې. دا سروې په ۳۱ ولایتونو کې د دریو میاشتو په اوږدو کې له خلکو د انلاین او مخامخ بڼو ترسره شوې. د دې سروې بنسټېزه پوښتنه دا وه چې ایا افغان حکومت د تېر ژنيف کنفرانس ژمنې پلې کړي؟

حکومت په هغه کنفرانس کې نړېوالو ته ژمنې ورکړې وې، چې له فساد سره به ټینګه مبارزه کوي او ددې سربیره به د سولې، اقتصادي ودې او امنیت ټینګښت کې هم رغنده ګامونه واخلي. د دې سروې پایلې ښيي چې ۹۸،۳ سلنه خلکو ویلي چې په حکومتي ادارو کې پراخ فساد شته.

دغه راز، ۷۸،۵ سلنه یې حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې بولي او ۹۴ سلنه خلک وايي چې حکومت د اقتصادي ودې او پانګونې ته پام نه دی کړی. د مدنې ټولنې د مجمتع مشر عزیزالله رفیع نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۲۲مه) خبریالانو ته وویل: «۸۰ سلنه خلک په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیو زبرځواکونو په ګټه بولي.»

دا سروې داسې مهال ترسره شوې چې ټاکل شوې د روانې نوامبر میاشتې په ۲۳ – ۲۴مو نیټو کې بیا د ژنيف کنفرانس جوړ شي.

ویل کیږي چې نړېواله ټولنه به یو ځل بیا په دغه کنفرانس کې له افغان حکومت سره د مرستو ژمنې تازه کړي، خو په دې وروستیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ګواکې نړېوال به سږ افغانستان سره خپلې مرستې تمدید نه کړي.

کتونکي وايي، حکومت کې نه ژمنتیا او د فساد ډېروالی لامل شوي چې نړېواله ټولنه له افغانستان سره له نورو مرستو زړه نا زړه کړي. خو افغان حکومت بیا هم ټینګار کوي چې فساد سره مبارزې ته ژمن دی. په دې لړ ولسمشر غني اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړی او نن یکشنبې یې ددغه کمېسیون غړو ته لوړه ورکړه. ښاغلي غني اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو ته وویل: «هیله ده چې د افغانستان د خلکو هیلې پوره کړئ، هرچېرې چې فساد وي باید ښکاره او خلکو ته تشریح شي او د جمهوري ریاست په ملاتړ مطلق اعتماد ولرئ.»

فساد او ناامنۍ

افغانستان کې د فساد سره همهاله د ناامنیو ډېروالی بله ستره ستونزه ده چې په اړه یې اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. پلازمینه کابل نن یو ځل بیا د غبرګو بمي چاودنو شاهد ؤ، چې په ترڅ کې یې څو تنه ټپیان شوي. دغه راز، تېره ورځ پردغه ښار د توغندیزو برېدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر هم لس او د ټپيانو شمېر له ۵۰ اوښتی.

د ناامنیو ډېرېدل او د امنیتي سکتور وزېرانو ته د باور رایې

خو د ناامنیو ډېریدو سره سره هم ولسي جرګې تېره ورځ د امنیتي سکټور وزېرانو ته د باور رایې ورکړې. ټولیزو رسنیو کې د وکېلانو ددغه کار پروړاندې کلک غبرګون ښودل شوی. لیکوال او ژورنالیست ولی الله شاهین پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «نامزد وزيرانو ته ستاسو بي تفکيکه رايه زموږ دعوه ثابتوي.»

د ولسي جرګې یوشمېر غړي مني چې په هېواد کې امنیتي وضعیت اندېښمنونکی دی، خو زیاتوي په حکومت کې د سرپرستی دود پای ته رسولو په موخه یې نوماند وزېرانو ته رایې ورکړې.

د دې جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل: «کله نا کله به مونږ له دوی څخه پوښتل چې ولې امنیت ورځ په ورځ خرابیږي، نو د هغوی ځواب به دا ؤ چې مونږ بشپړ مسؤلیت نه لرو او د سرپرستي خبره به یې کوله نو مونږ فقط او فقط د سرپرستي لړۍ ختمه کړه.»

د پارلمان دغه غړی زیاتوي چې د امنیتي سکتور وزېرانو ته د باور رایو ورکولو سره مو بشپړ مسؤلیت د هغوی پرغاړه کړ. ښاغلی افغان زیاتوي چې که امنیتي چارواکو له دې وروسته هم خپل مسؤلیت ترسره نه کړ نو بیا به یې په اړه پارلمان خپل تصمیم نیسي.

د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي ۲۱۴  او د ملي دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد ۲۰۶ د باور رایې ترلاسه کړي دي.

اسماعیل شاکر – کابل

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (22.10.2020):