1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

اکرام علي خیل د ټنډولکر ۲۷ کلن ریکارډ مات کړ

۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعه

د افغانستان د کریکټ لوبډلې ۱۸ کلن لوبغاړي اکرام علي خیل له ویسټ انډیز سره د نړیوال جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې د هند د وتلي لوبغاړ سچن ټنډولکر یو ریکارډ مات کړ.

https://p.dw.com/p/3Le19
ICC Cricket World Cup | Pakistan vs. Afghanistan
انځور: Action Images via Reuters/L. Smith

د افغانستان نوي ویکټ ساتونکي اکرام علي خیل د پنجشنبې په ورځ په هیډنګلي لوبغالې کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ۸۶ منډې وکړې چې په دې سره له ټندولکر مخکې شو. ټنډولکر ۲۷ کاله ترمخه چې کله اتلس کلن وو د نړیوال جام سیالیو په یوه لوبه کې ۸۴ منډې کړې وې.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې د اکرام علي خيل له قوله لیکلي دي: «زه په دې ډیر ویاړم چې د ټنډولکر په څیر د افسانوي لوبغاړي ریکارډ مې مات کړ. زه دې ډیر خوشحاله کړم.»

اکرام علي خيل ریکارډ په داسې یوه لوبه کې جوړ کړ چې افغانستان پر ویسټ انډیز خپله لوبه په ۲۳ منډو وبایلله او دایې په نړیوال جام سیالیو کې پر له پسې نهمه ماتې وه.

علي خیل ویلي دي: «زه ډیر خوشحاله یم چې ما ۸۶ منډې وکړې چې دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان له پاره د یوه لوبغاړي تر ټولو زیاتې منډې وې.» اکرام علي خیل د افغانستان تر ۱۹ کلنو ښکته لوبډله کې هم شامل وو چې د تیرکال نړیوال جام نیمه پایلوبو ته یې لاره موندلې وه.

د علي خیل په خبره «هیچا په نهو لوبه کې دومره منډې نه دي کړي، خو په عین وخت کې زه ناهیلي یم ځکه چې ما فکر کاوه سلیزه به ووهم. هیله من یم چې په راتلونکو لوبو کې د افغانستان له پاره سلیزه ووهم.»

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې سخت زیار به وباسي څو د افغانستان له لوري یو غوره لوبغاړی وګرځي. اکرام علي خیل هغه مهال نړیوال جام سیالیو ته وروبلل شو چې شهزاد محمدي د زنګانه د ټپ له کبله له لوبو بهر شو.

(S.R/N.Z(Afp