1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايټاليا کې پر سيلانيانو موټر پورته شوی، ۶ تنه يې وژلي

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

يوه کس د ايټاليا په لوتاګو کې د ځوانو سیلانيانو پر يوې ډلې باندې موټر ورخيژولی چې پيښه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي. چارواکي په دې باور دي پيښه عمدي نه ده ترسره شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/3Vjl9
Italien Bruneck Auto fährt in Südtirol in Reisegruppe - Sechs Tote
انځور: picture-alliance/dpa/Freiwillige Feuerwehr Luttach

دغه پيښه د يکشنبې په شپه د ايټاليا په شمال کې د سکي وهلو په يوې مشهورې تفريحي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو موټر د سيلانيانو پر يوې ۱۷ کسيزې ډلې باندې ورغی او لږ تر لږه شپږ کسان يې ووژل. چارواکي په دې باور دي چې پيښه عمدي نه رامنځ ته شوې خو زیاتوي چې په اړه يې لا هم څيړنې روانې دي.

د ايټاليا پوليسو ويلي، دوی په دې باور دي چې د دغې پيښې قربانيان آلمانيان دي. څو تنه نور ټپيان شوي هم دي چې په ډله کې يې د څلورو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.

دغه سيلانيان ټول د ۲۰ او ۲۵ کلونو تر منځ عمر درلودونکي ښودل شوي دي. دوی د يوه سړک پر غاړه ولاړ ول چې موټر ورباندې وخوت.

د پولیسو يوه وياند وويل چې ۲۷ کلن موټر چلونکی د نقليه وسيلې په ذريعه د غيرعمدي قتل په تور توقیف شوی دی. رسنيو له خوا په خپرور شوو رپوټونو کې بيا ويل شوي، داسې شواهد تر لاسه شوي چې دغه موټر چلونکي شراب څښلي وو.

وير کوونکي د يکشنبې ورځې په سهار، د پيښې ځای ته راغلل، شمعې يې ولګولې او ګلونه يې کيښودل.