1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا د پناه غوښتني سخت امنيتي فرمان ته رای ورکړه

۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبه

د ايټاليا د پناه غوښتني په سياست کې د سخت امنيتی فرمان په اړه کارپوهان نيوکي لري. کتونکي وايي په دې فرمان کې د ايټاليا اساسی قانون او نړيوالو قوانينو ته پاملرنه نه ده شوې.

https://p.dw.com/p/393sA
Erste Parlamentssitzung nach Wahlen in Italien
انځور: picture-alliance/AP/A. Medichini

د ايټاليا پارلمان يو امنيتي شخړه ايز فرمان ته د اعتماد رای ورکړه. د سه شنبې په ورځ د پارلمان د استازو په خونه کې ۳۳۶ استازو د دې قانون په پلوۍ او ۲۴۹ يې پر ضد رای ورکړي. په نوامبر مياشت کې د سنا مجلس دغه فرمان ته رای ورکړې وه، چې د پنا اخيستني سیاست له پاره سخت تدابير لري.

په روم کې د مهاجرت عيسوي کاتوليکي مرکز کنترو استالي د دغې پريکړې په اړه انديښنه څرګنده کړې او انتقاد يې کړی دی. هغوی ويلي دي چې حکومت له دغه فرمان سره خپل اعتماد کموي. دا د مهاجرت له موضوع سره برابر نه دي. هغوي وويل چې دغه راز تصويب شوي اقدامات هم د انديښنې وړ دي ځکه چې د ايټاليا له اساسي قانون او نړيوالو قوانينو سره سمون نه لري.

پر نورو سربيره په دې قانون کې د پناه غوښتونکو له پاره د استوګنې حق د توقيف په مرکزونو کې د شپږو مياشتو توقيف ځای چمتو کوي. په راتلونکي کې د پناه غوښتنلیکونه ځنډيدلای شي، که چيرې پناه غوښتونکی د (ټولني له پاره خطرناک) په توګه طبقه بندي شي او يا په لومړې ځل محکوم شوی وي.