1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

ايټالوي ساتونکو نژدې ۷۰۰ مهاجر ژغورلي او پنځه مړي ېې موندلي

۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبه

د ايټاليا ساحلي ساتونکو د يکشنبې په ورځ وويل چې په سويل کې ېې نژدې ۷۰۰ مهاجر ژغورلي او د پنځو نورو مړي ېې موندلي دي. دغه مهاجر د يکشنبې په ورځ د ايټالیا کالابریا او سیسیل ښارونه ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/4EZaS
Libyen - Flüchtlinge auf überladenem Boot warten auf Rettung
د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

له روم څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله ۶۷۴ مهاجر د کالابریا ټاپو څخه ۱۲۴ مایله لرې د ايټالیا د کب نيونې په یوه کښتۍ کې موندل شوي دي او یو شمیر نور د اوبو له منځه ژغول شوي دي. زیاته شوې چې د لټون په ماموریتونو کې يوې تجارتي کښتۍ، د ايټالیا ساحلي ساتونکو او پولیسو (د پلټنې ځانګړي مسلکي پوليسو) برخه اخیستې ده.

په اعلامیه کې ويل شوي دي چې ژغورل شوي مهاجر د يکشنبې په ورځ بندري ښار سيسيل او کالابریا ته انتقال شوي دي او پنځو مړو موندل شوي جسدونه د سيسيل اړوند مسینا ښار روغتون ته سپارل شوي دي.

په سمندر کې د مناسبو شرایطو د موجودیت په جریان کې د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته مهاجرتونه ډيریږي.

د ايټالیا د کورنيو چارو وزارت د ارقامو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهېسي له ۳۴ زرو څخه ډيرو مهاجر ځانونه ايټالیا ته رسولي دي. د تير کال په همدې موده کې دغه شمیر شاوخوا ۲۵ زره او ۵۰۰ وو.

د مدیترانې سمندرګي هیوادونه اروپا ته د تلونکو مهاجرو تر ټولو مهمې لارې دي. سږکال د اوکراین جګړې له کبله د خوراکي موادو د کمښت باوجود تمه کيږي چې د منځني ختيځ او افریقايي هیوادونو څخه د مهاجرت له يوې نوې څپې سره له ۱۵۰ زرو ډير مهاجر اروپا ته ځانونه ورسوي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.