1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايلن ماسک څنګه د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو؟

۱۳۹۹ دی ۲۰, شنبه

د تسلا شرکت د ونډو د بيې په چټکې لوړېدنې سره ايلن ماسک چې د برېښنايي‌ موټرو د ياد شرکت څښتن دی، د نړۍ تر ټولو شتمن سړی جوړ شوی دی.‌ دغه خبره له يو نوي فهرست څخه څرګنديږي.

https://p.dw.com/p/3nirS
Axel Springer Award | Preisverleihung | Elon Musk
انځور: Britta Pedersen/dpa-Zentralbild/dpa-pool/dpa/picture alliance

د اسهامو په بازار کې د ماسک د شرکت خالص ارزښت د بنجشنبې په ورځ ۱۸۸،۵ مليارډو ډالرو ته لوړ شوی دی چې په دې سره نوموړی د آمازون شرکت د بنسټ ګر، جېف بېزوس په پرتله ۱،۵ مليارډه ډالره زياتې پیسې لري.

بېزوس د دې تر مخه د بلومبرګ د مليارډرانو په فهرست کې مخکښ و. ماسک او بېزوس د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر راهيسې په دغه فهرست کې تر ټولو مخکې ول چې دواړه تر ټولو زيات د خپلو شرکتونو د ونډو د اصلي لرونکو په توګه ورڅخه ګټه پورته کوي.‌

د دغو شرکتونو ونډې د اسهامو په بازار کې ښې چليږي. د تسلا شرکت ونډې په تېرو دولسو مياشتو کې ۷۰۰ سلنه لوړې شوې دي او د موټر جوړونکو په برخه کې تر ټولو زيات پېر او پلور لري، سره له دې چې د تسلا شرکت د توليد کچه ټيټه او ګټه يې هم نسبتا کمه ده.

د بلومبرګ او فوربس فهرستونو تر منځ‌ توپير

په نومبر مياشت کې ماسک د مايکروسافټ شرکت له يوه بنسټګر، بيل ګېټس، څخه د بلومبرګ په فهرست کې مخکې شوی و. دغه فهرست د فوربس د فهرست په څېر په اټکلونو ولاړ دی، چې پکې د ونډو په ګډون د يادو کسانو پيسې، املاک، هنري اثار او نوره شمتني شامله ده.

کله نا کله دغه دواړه فهرستونه سره سمون هم نه لري. ماسک د فوربس د مليارډرانو په فهرست کې د ۱۷۳،۲ مليارډو ډالرو په لرلو سره دويم مقام لاره په داسې حال کې چې بېزوس د ۱۸۵،۹ مليارډو ډالرو په لرلو سره ورڅخه مخکې و.

dpa/ن ص/ا ا