ايساف: په افغانستان کي ملکي تلفات لږ سوي
۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبهد ښاغلي جکابسن په وينا د شپي پر مهال په عملياتو کي د افغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ همغږي ددې لامل سوې، چي ملکي مرګ ژوبله لږ سي.
دی زياتوی وسله والو مخالفينو د افغان او نړيوالو ځواکونو په وړاندي د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، ځکه يي ډله ييزو بريدونو او د سړک د غاړي ماين ايښودنو ته مخه کړې.
د آيساف وياند وايي له يوې خوا وسله وال مخالفين د جګړې پر مهال ملکي وګړي په نښه کوي له بل لوري نسي کولای، چي له لاسه ورکړی سيمي بيرته له دولتي ځواکونو څخه ونيسي.
دغه راز، ده وويل، چي د وسله والو مخالفينو په بريدونو کي هم کموالۍ راغلی.
ده وويل په دي موده کي ۲۴۰۰ د دولت وسله وال مخالفين هم د سولي له بهير سره يو ځای سوي چي دا هم په بريدونو کي د کموالي ستر لامل ګڼل کيږي.
د آيساف چارواکي په داسي حال کي په بريدونو او د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کي د کموالي خبر ورکوي، چي تيري دوې اونۍ پلازمېنه کابل او ګاونډی پروان ولايت د وسله والو د سختو ډله ييزو بريدونو شاهد ؤ.
چي له دې ډلي يوازي د پروان د والي پردفتر ډله ييزو بريدونو کي ۱۶ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ملکي مرګ ژوبلي په اړه د ملګرو ملتونو د ۶ مياشتني رپوټ له مخي په تير ۲۰۱۰ زيږديز کال کي ټول شاوخوا ۳۰۰۰ملکي وګړي وژل سوي وو. خو د روان ۲۰۱۱ زيږديز کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د وژل سويو ملکي وګړو شمير نيږدې يو نيم زر کسانو ته رسيږي.
په افغانستان کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغان ولسمشر او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د لفظي شخړي سبب ګرځيدلي تردي چي ولسمشر کرزي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي دوام د اشغالګرۍ په نوم ياده کړی ؤ.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل