1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه ایراني پلاوي کابل ته سفر کړی

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

یو ايرانی پلاوی په هريرود سيند کې د افغانانو د ډوبيدو د پيښې د څېړلو په موخه کابل ته رسېدلی. د ايران دولتي خبري آژانس «ايرنا» ليکلي دي چې ايران داسې اسناد لري چې دا پېښه د ایران په خاوره کې نه ده رامنځ ته شوې.

https://p.dw.com/p/3cmYJ
Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
انځور: DW/S. Tanha

له ايران څخه يو هيئت د سه شبنې په ورځ (د مي ۲۶ نيټه) کابل ته رسیدلی څو سيند ته د افغان وگړو د اچولو د ادعاو په اړه څيړنې وکړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند گران هېواد، کابل ته د دغه پلاوي رسیدل تائيد کړي دي. نوموړي وويل چې په دې اړه به جزيات وروسته خپاره شي.

د ايران دولتي خبري آژانس «ايرنا» رپوټ ورکړی چې د دې پلاوي مشري د ایران د بهرنيو چارو د وزیر حقوقي مرستيال محسن بهاروند کوي. د بهرنيو چارو د وزير يو نزدې همکار رسول موسوي او د ايران د پوله ساتو ځواکونو استازی هم په دې پلاوي کې شامل دی. ايرنا ليکلي چې ایران داسې اسناد لري چې دا پيښه د ایران په حريم کې نه ده شوې.

د ايران پر پوله د افغانانو د غرقيدو د پېښې په اړه د څيړنو له پاره ټاکل شوي لوړ رتبه افغان پلاوي تیره اوونۍ اعلان وکړ چې څيړنې یې نهايي شوي دي او اسناد او مدارک یې ایران ته سپارلي دي.

Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
انځور: DW/S. Tanha

د افغان پلاوي مشر محمد حميد طهماسي، تیره اوونۍ له دويچه ویله سره په خبرو کې ويلي ول چې پر نورو شواهدو سربيره، آن ژغورل شويو کسانو ايراني پلاوي ته شهادت ورکړی خو هغوی پرې قناعت نه دی کړی. د افغان پلاوي په خبره ايران د افغانستان د حکومت په تکراري غوښتنه په ځنډ سره يو پلاوی د پېښې ځای ته استولی وو.

د دواړو هېوادونو د پولې کميساريو د ۱۳۳۵ کال د دوه اړخیز سرحدي تړون پر بنسټ څېړنې پر لاره اچولې وې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تائيدوي چې د دې سرحدي تړون پر اساس د ایران او افغانستان د پولې کميسارانو سيند ته د افغان وگړو د اچولو د څرنگوالي په اړه خپل تحقيق بشپړ کړی دی خو د ايران کميسارانو د افغانستان له خوا وړاندې کړل شوي شواهد او مدارک نه دي منلي.

په ټولنیزو رسنيو کې دوې اوونۍ تر مخه د دې پېښې د ژغورل شويو افغانانو انځورونه خپاره شول چې ادعا یې کوله چې شا او خوا ۵۰ افغانان چې په غير قانوني توگه ایران ته پر لار ول، د ایران د سرحدي چارواکو له خوا نيول شوي ول او تر شکنجې او وهلو ټکولو وروسته هريرود سيند ته اچول شوي دي.

د افغانستان د حقيقت موندنې کميټې د رپوټ پر اساس د دې ۴۶ افغان کارگرو له جملې څخه چې د ایران خاورې ته داخل شوي ول، د ۱۲ تنو جسدونه موندل شوي دي، ۱۷ تنه یې اوس هم لادرکه دي او ۱۷ نور کسان ژغورل شوي دي. 

پروانه علي زاده