1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران له اروپايي ټولني څخه څه شی غواړي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۸, شنبه

ایران له اروپایي ټولنې غوښتې دي چې د دوو میاشو په موده کي به دغه هیواد له اقتصادي انزوا څخه خلاصوي، ګنې له دې پرته به دغه هیواد د اټومي تړون څخه تر یوه حده پوري ووځي. خو ايران له اروپايي ټولني څخه اصلأ څه غواړي؟

https://p.dw.com/p/3IhOk
Iran | Stahlwerk | Stahlproduktion
انځور: picture-alliance/dpa/abaca/F. Khademian

د امریکا متحده ايالاتو د جمهور رئيس دونالد ترمپ له پاره بیا موضوع حل ده: یعني څوک چي له ايران سره معامله او تجارت کوي، د امریکا متحده ايالاتو له خوا به مجازات سي. یو کال دمخه ترمپ له ایران سره د کلونو په جریان کي معامله سوی اټومي تړون په یو اړخیزه توګه لغوه کړ. په عین حال کي متحده ایالاتو د ایران پرضد یوطرفه بندیزونه هم وضع کړل، چي نه یوازي د امریکايي شرکتونو له پاره اعتبار لري، بلکې د ټولي نړۍ د شرکتونو له پاره هم.

په دې وروستیو وختونو کي واشنګټن د ایران د ملکي اټومي پروگرام په هکله له استثنايي مقرراتو څخه هم انکار وکړ. دغه پروگرام ايران ته تر اوسه پوري اجازه ورکوله، چي د لږو غني سوو يورانيمو اضافي برخه روسیې او کیمیاوي درنې اوبه عمان ته واستوي. د جرمني- ايران د صنعتي او سوداگریزي خوني پخواني مرستیال امیرعلیزاده، دویچه ویله ته وویل چي د واشنگټن د دغه لوی فشار په مقابل کي ايران بیا هم لږ عکس العمل ښکاره کړی دی.

هغه وايي: «ايران د اټومي تړون نورو شریکانو ته خبر ورکړی دی، چي دغه هیواد د ۲۰۱۵ م کال ځیني توافقات نور نه سي مراعتولای. اولتیماتوم وجود نه لري. ځکه چي ایران به په ۶۰ ورځو کی په اتوماتیک ډول سره لا لږ يورانيم غني کړي، تر هغه چي په اټومي تړون کي اجازه ورکړل سوې ده، دا په دې خاطر چي هیڅوک به ورڅخه اضافي لږغني سوي یورانیم وا نه اخلي.»

خو لکه څنگه چي بیا د ايران جمهور رئيس حسن روحاني، خبر ورکړی دی ايران یا باید خپل اټومي پروګرام (د ملکي استفادې له پاره هم) کاملأ له لاسه ورکړي، او یا دا چي غني سوي يورانيم ځان ته وساتي او د خپلو مکلفیتونو د ادأ کولو څخه تر یوه حده پوري ووځي.

روحاني د اټومي تړون له ملگرو هیوادو څخه دا هم وغوښتل، چی د دوو میاشتو په جریان کي د مالي او تیلو د بندیزونو څخه د خلاصیدو لاري ورته پریږدي. او که دا کار ونه سي، ايران به د يورانيمو د ۳،۵ فیصده غني کولو پر درجې باندي فکر وکړي او نور به یې لا هم په لوړه اندازه غني کړي، کومه چي به په نظامي برخه کي د استعمال له پاره هم زمینه برابره کړي.

په همدې حال کی د اروپايي ټولني د خارجي سیاست مسؤلې فیدریکا موگریني د می میاشتې په ۱۳مه نېټه په بروکسل کې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې پر دې ټینګار کړی دی چې دغه ټولنه له ایران سره د سوي اټومي تړون د ساتلو له پاره ټولې ممکنه لارې چارې لټوي. هغې ویلی دي چې هیڅوک نه غواړي ایران چې ایران رهبري اټومي بم ولري.