1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

ايرانی امام: په روژې مياشت کې دې جوماتونه بيرته خلاص شي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

د ايران د مشهد د جمعې امام له ايراني چارواکو څخه غوښتي چې په روژې مياشت کې دې جوماتونه او زيارتونه خلاص پريږدي. هغه وايي دا درسته نه ده چې ځينې نور ځایونه فعاليت ولري اما جوماتونه بند وي.

https://p.dw.com/p/3bOCv
Mohammadmehdi Mirbagheri iranischer Geistlicher
انځور: Mashregh

له هغه وخته چې په ايران کې د کرونا ويروس د مخنيوي له پاره د جمعې پر لمانځه بنديز لګيدلی، د مشهد د جمعې امام، احمد علم الهدی، د خپلې ويب پاڼې له لارې پيغامونه خپروي. هغه د اتمې جمعې په پيغام کې لیکلي: «د روژې مياشت چې د خدای مياشت ده، د جوماتونو او معبدونو دروازې په کې تړل شوي دي او خلک نه شي کولی له دغو ځايونو څخه د عبادت له پاره کار واخلي.»

علم الهدی زياته کړې، په داسې حال کې چې په يو شمير اقتصادي، اداري او خدماتي چارو کې بنديزونه لږ شوي اما جوماتونه او زيارتونه لا هم بند دي، دا د منلو نه ده او بايد په ټولو ځایونو کې فعاليتونه پيل شي.

د ايران د «خبرګان مجلس» يوه غړي محمد مهدي ميرباقري بيا خبرداری ورکړی چې «نړيوال توطئيه کونکي» غواړي د کرونا په پلمه دين «کمرنګه او ضعيف کړي.»

هغه په خپل اينستاګرام صفحې کې ليکلي دي، احتمال لري چې ځينو قدرتونو، «دغه خطرناکه توطئه په خپله طراحي کړې وي تر څو يې د کرونا ويروس څخه له رامنځ ته شوې فضا څخه استفاده کړي وي.

خو د ايران د طبي علومو اکاډمي بيا د روژې په مياشت کې خپل لومړني پيغام کې ويلي دي: «د ټولنيزې فاصلې رعايت کول، په پر له پسې توګه د لاسونو مينځل او د کرونا ناروغانو ته له نژدې کيدو څخه ډډه کول» د کرونا ويروس د خپريدو څخه د مخنيوي په برخه کې له لازمو سپارښتنو څخه دي.

په عين حال کې د ايران ولسمشر حسن روحاني هم د ايران خلکو ته په خطاب کې ويلي دي: «په کور کې د پاتې کيدو شعار په خپل حال پاتې دی او يوازې د ډيرو ضروري کارونو له پاره له کوره بهر ووځئ.»

د روحاني د دفتر ويلي دي، د جوماتونو او مذهبي ځايونو بيرته فعالول د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په لار کې د حکومت له پاره يوه تر ټولو لويه ستونزه ګڼل کيږي او بايد په دې برخه کې لا ډيرې هڅې وشي.