1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: د اعتراضونو دوام؛ د دوو نورو تنکيو ځوانانو وژل

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د ایران د ولسي پاڅون په یوولسمه اونۍ کې د فردیس په بنفشه ښارګوټي برید شوی دی. په مړو کې دوه تنکي ځوانان هم شامل دي. په دې ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د آلمان سفیر احضار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KC4d
Iran Teheran | Anti-Hijab Proteste
انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

د ایران د ولسي پاڅون په یوولسمه اونۍ کې د فردیس په بنفشه ښارګوټي برید شوی دی. په مړو کې دوه تنکي ځوانان هم شامل دي. په دې ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د آلمان سفیر احضار کړی دی.

د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې د امنیتي او قانون پلي کونکو افسرانو له خوا د دوو نورو تنکیو ځوانانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول. دوه شپاړس کلن ځوانان په کامیران کې د رضا کاظمی او په شیراز کې د مهيک هاشمي په نوم ووژل شول.

د ایران د بشري حقونو مرکز هم د مهيک هاشمي د وژل کیدو خبر ورکړی دی چې د پنجشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو سره ووژل شوه.

همدا راز ۱۶ کلن رضا کاظمي هم په ډزو ويشتل شوي وو، چې په روغتون کي تر بستري کيدو وروسته یې د قوس په شپږمه د یکشنبي په ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

د يکشنبې په شپه د کرد او بلوچو په ملاتړ په پراخ ډول د اعتراضونو دوام

په ايران کي د وژل شويو ماشومانو په شمير کي په بې ساري ډول زياتوالې راغلې دی. تر اوسه له ۶۰ څخه زيات ماشومان په ولسی اعتراضونو کي وژل شوي دي، چې د ډيرو اعتراض کونکو شعارونه داسې وو: "ماشوم وژونکې حکومت نه غواړو" او يا "مرگ پر ماشوم وژونکي حکومت"

همدا راز د تهران د بهشتی پوهنتون کې د ریاضیاتو د پوهنځی په گډون په بیلا بيلو پوهنتونونو کی د دوشنبې په ورځ د محصلینو اعتصاب دوام درلود.

د ایران د محصلینو اتحادیې اعلان کړی چې دا اعتصاب یې د محصلینو د نیولو، تعلیق او پر داخلیدو د بندیز په اعتراض کې کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو د نیول شویو محصلینو شمېر ۵۶۹ اعلان کړی او په ۱۴۳ پوهنتونونو کې محصلینو د خپلو ټولګیوالو د خلاصون لپاره پرله پسې احتجاجونه کړي دي