ايران، امريکا او اسرائيل ته گواښ کړی
۱۳۹۰ تیر ۷, سهشنبهدIRNA خبري آژانس د ايران د پوځ د يو پياوړي چارواکي، اميرعلي حاجي زاده، په حواله ويلي چي، روسيې د ايران څخه غوښتي ؤ ترڅو د دغه هيواد متخصيصونو ته د امريکايي بي پيلوته الوتکو د ليدلو اجازه ورکړي.
دغه خبري آژانس زياته کړې چي روسي متخصصانو امريکايي او ايراني بې پيلوته الوتکي له نږدي ليدلي او څيړلي دي.
امير علي حاجي زاده د امريکايي بې پيلوټه الوتکي د ډول په اړه ډير معلومات نه دي ورکړي او نه يې دا خبره روښانه کړي چې دغه الوتکي کله د ايراني ځواکونو لخوا را و غورځول سوې.
ايران د روان کال د جنورۍ د مياشتي پر دوهمي نيټې اعلان وکړ چي ايراني ځواکونو، امريکايي بې پيلوټه الوتکي د ايران فضا ته د راننوتلو وروسته ويشتلي دي.
ايراني چارواکو همداراز زياته کړې ؤ چي دغه الوتکي به وروسته د عامو خلکو د ننداري له پاره هم کيږدي.
په هغه وخت کي ايراني چارواکو دا خبره کړې ؤ، چي را غورځول سوي الوتکي د امريکا د پرمختللو الوتکو له ډلي څخه دي.
دغه خبره چي ايراني ځواکونو دي د امريکا بي پيلوټه الوتکي ويشتلي وي، د واشنټن لخوا نه ده تائيد سوې.
متحده ايالات په بهرين کي پوځي اډه لري او له همدغه ځايه په سيمه کي د بې پيلوټه الوتکو په واسطه پوځي فعاليتونه څاري، او د عراق، افغانستان او پاکستان په څير هيوادونو کي عمليات تر سره کوي.
په وروستيو کي ايران ځيني بې پيلوټه الوتکي ننداري ته ايښي. ايراني چارواکي وايي چي دوي دغه الوتکي د نوي تکنالوژۍ څخه د کار په اخسيتلو جوړي کړي دي.
متحده ايالاتو د دې موضوع په اړه چي ايران بې پيلوټه الوتکي په اختيار کي لري خپله انديښنه څرکنده کړې ده.
خو ښايي د ايران لخوا د بې بيلوټه الوتکو درلودل يوازنۍ موضوع نه وي چي متحده ايالات يې انديښمن کړي. ځکه چي ايران د سه شنبې په ورځ اعلان وکړچي داسي راکټونه په اختيار کي لري چي کولای سي په افغانستان کي امريکايي پوځي اډي او همدا راز د اسراييلو تر واک لاندي سيمي په نښه کړي.
د ايران د پوځ يو چارواکي، امير علي حاجي زاده، ويلي چي ايراني راکټونه داسي جوړ سوي چي د امريکايان او د هغوی اسرائيلي ملګري په نښه کړي.
ايران په وروستيو کي د يو لړ پوځي مانورنو په لړ کي د شهاب 3، راکټ وازمايه. دغه راکت کولای سي چي تر 2000 کيلومترو پوره هدوفونه په نښه کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل