ايا رشتيا هم امريکا افغانستان پريږدي؟
۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبهلس کاله دمخه د اکتوبر د مياشتي پر اوومه نېټه امريکا او متحدينو يې پرافغانستان خپل عمليات پيل کړل، ترڅو په دغه هيواد کي د طالبانو حکومت چي نړيوالو ته يې د اسامه بن لادن له تسليمولو څخه ډډه کړې ول، ړنک کړي.
اوس لس کاله وروسته واشنگټن غواړي د افغانستان څخه خپل پوځيان تر 2014 کال پوري وباسي او په دغه هيواد کي خپل پوځي ماموريت ته د پای ټکی کښېږدي.
خو اوس واشنگټن تلاښ لري، چي د کابل د حکومت سره داسي يوې موافقې ته ورسيږي، ترڅو امريکا تر 2014 کال وروسته هم په افغانستان کي پاته سي.
د امريکا متحده ايالات وايي، چي په افغانستان کي د دايمي اډو جوړول نه غواړي، خو يو شمېر افغانان بيا د امريکا دې څرگندونو ته د شک په سترګه ګوري.
دوی وايي، چي امريکا د بګرام په پوځي اډه کي د اوږد وخت لپاره پاتيدو ته کار کوي. د بګرام په پوځي اډي کي څه نا څه 30000 امريکايي پوځيان ميشت دي.
يو شمير افغانان په دي اند دي چي تر 2014 کال وروسته په افغانستان کي د امريکا قوي حضور د افغانستان د راتلونکي لپاره ډير اهميت لري. خو يو شمېر نور افغانان بيا وايي چي په افغانستان کي د امريکا پاتېدل دوی ته کومه ګټه نه لري.
د 2014 کال وروسته د يو بل سره د ستراتيژيکو همکاريو پر سر خبري د روان کال په فيبروري مياشت کي پيل سو، خو داسي ښکاري چي د يو خڼډ سره مخامخ سوي دي.
حامد کرزي په کابل کي يوې خصوصي غونډي ته په وينا کي ويلي، چي د امريکا او افغانستان تر منځ پر ستراتيژيکو همکاريو خبري اوس مهال په يوه ډير حساس پړاو کي دي.
هغه زياته کړي چي امريکايان د افغانانو له پنځه غوښتونو سره مخالفت کوي.
د کرزي په وينا، زموږ غوښتني دادي، چي د قانون په چوکاټ کي د امريکايانو پوځي عمليات، د ټولو يو طرفه پوځي عملياتو درول، د بهرنيو لخوا د افغانانو د بندي کولو درول او د بهرنيانو لخوا د ټولو جوړو سوو زندانونو تړل دي، چي امريکا يي د افغان پلاوي سره نه مني.
کرزي ددې پوښتني په جواب کي، چي آيا دا امکان سته چي امريکايان به له افغانستان سره خپله علاقه له لاسه ورکړي هغو وويل:
«نه، انديښنه مه کوي. هغوی افغانستان نه پريږدي.»
د امريکا متحده ايالاتو بيا ويلي، چي د افغانستان سره په خبرو اترو بوخت دي. په کابل کي د امريکا سفير، راين کروکر، ويلي دي، چي دواړه خوايي ډيري غوښتني لري، بايد خبري ورباندي وسي.
په افغانستان کي د امريکا راتلونکې کيدای سي د عراق په شان وي. که څه هم چي په عراق کي د امريکا پوځي عمليات پاي ته رسيدلي خو اوس لا هم په دغه هيواد کي 43500 سرتيري ميشت دي. په عراق کي د امريکا د اوسني حضور تر شا هم د راين کروکر لاس وو.
پردې ټولو سربيره، يو شمېر افغانان په خپل هيواد کي د امريکا د اوږد مهاله حضور غوښتونکي دي. دا ځکه چي هغوی د خپل ګاونډي پاکستان سره د ستونزو په اړه باخبره دي.
که څه هم ناټو او امريکا دواړه په افغانستان کي د تل لپاره د پاته کيدو ادعا نه کوي، خو بيا هم د بګرام په شان پوځي اډې دا ښکاره کوي، چي دغه شان اډې په نږدې وخت کي د تړلو لپاره نه دي جوړي سوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل