1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکسفام د افغانستان په شمول په ۱۸ هیوادونو فعالیتونه بندوي

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

اوکسفام سازمان چې له کلونو راهیسې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې خیریه فعالیتونه کوي، د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي مالي وضعیت په پایله کې د افغانستان په ګډون په ۱۸ هیوادونو کې خپل دفترونه تړي.

https://p.dw.com/p/3cbIH
Uk Oxfam-Sex-Skandal | Logo
انځور: picture alliance/AP Photo/N. Ansell

د اوکسفام په نامه نړیوال خیریه سازمان چې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې خیریه فعالیتونه لري، د هغو مالي ستونزو او فشارونو له امله چې د کرونا وبا په پایله کې رامنځته شوي، غواړي د افغانستان په شمول په ۱۸ هیوادونو کې خپل دفترونه وتړي. په دغه اقدام سره به دغه نړیوال خیریه سازمان خپل نیږدې یو پر دریمه کارمندان له لاسه ورکړي.

د بې وزلۍ ضد دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کرونا کړکیچ دوی دې ته اړ کړي چې پر داسې پلانونو کار وکړي چې په ۲۰۱۸م کال کې پیل شوي خپل ځینې عملیات او فعالیتونه له سره بیا تنظیم کړي. په یو شمیر هیوادونو کې د کرونا وبا له کبله د رامنځته شویو محدودیتونو په پایله کې دغه سازمان دې ته اړ شوی دی چې د مالي مرستو د راټولولو له پاره خپل یو شمیر دوکانونه وتړي او د پیسو را ټولولو ځینې برنامې هم لغوه کړي.

Haiti Hilfe durch Oxfam
انځور: picture-alliance/dpa/Oxfam/F. Afonso

دغه نړیوال سازمان له وړاندې نه هم د مالي مرستو له کمښت سره مخ شوی وو. په ۲۰۱۰م کال کې په هایتي هیواد کې د دغه سازمان د کارمندانو له لوري د جنسي ځورونې د یو شمیر پیښو برملا کیدل د دې لامل شو چې دغه سازمان کمې مالي مرستې ترلاسه کړي.

اوکسفام چې د شاوخوا ۲۰ سازمانانو له لوري جوړ شوی یو ګډ خیریه سازمان دی، غواړي د افغانستان، هایتي، کیوبا او مصر په شمول د نړۍ په ۱۸ هیوادونو کې خپل دفترونه وتړي. په دې ترتیب سره به په دغو هیوادونو کې دغه سازمان د خپلو ټولو ۵۰۰۰ کارمندانو له جملې څخه ۱۴۵۰ تنه یې له لاسه ورکړي. اوکسفام ويلي چې د نړۍ په ۴۸ هیوادونو کې به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

Protestaktion der Hilfsorganisation Oxfam Deutschland
انځور: Argum/Oxfam Deutschland

د اوکسفام خیریه سازمان اجرایوي مشر چیما ویرا، ویلي: «موږ د یوې مودې راهیسې پر دغه پلان کار کوو خو د نړیوالې وبا له کبله موږ اوس خپلې ځینې پریکړې ګړندۍ کوو.» ویرا ژمنه وکړه چې تر خپل وسه پورې به ټولې هڅې وکړي څو هغه کسان چې دوی ورسره کار کړی دی، راتلونکې ته په ډاډه او مطمينه توګه سره وګوري.

د چیما په خبره په هغو هیوادونو کې چې تر دې وروسته به د اوکسفام دفتر موجود نه وي، دوی به له نورو ملګرو سازمانونو او متحدینو سره ګډ کار ته ادامه ورکړي څو د ټولنیزو خوځښتونو ملاتړ او د مثبت بدلون له پاره پر دولتونو او خصوصي سکتور باندې اغیز وشي.