1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکرایني ځواکونو نور هم پرمختګ کړی دی

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

اوکراین د روسي پوځ پر ضد د متقابلو عملیاتو په جریان کي د نورو بریالیتوبونو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Hlm3
Krieg in der Ukraine, Soldaten
انځور: SVEN SIMON/The Presidential Office of Ukraine/picture alliance

جمهوررئیس ولود یمیر زیلنسکي پخپل ورځني ویدیويي پیغام کي په دې برخه کي د «ښو خبرونو» احوال ورکړی دی: «د اوکراین پوځ تر ډېره حده پوري ژر او په قوت سره زموږ د هیواد د جنوب په اوسنیو عملیاتو کي پرمختګ کوي». په خبره یې په خِرسون، خارکیف، لوهانسک او دونیڅک کي ځیني منطقې بیرته د اوکراین تر کنټرول لاندي راغلي دي. د روسي منابعو په حواله دغه هیواد هم منلې ده چي اوکراین «ځیني پرمختګونه» درلودل. خو د جنګ د جریان او ساحو څخه مستقله او بې طرفانه ارزیابي مشکله ده.