1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین وايي د روسېې په حمله کې ۲۳ ملکیان وژل شوي

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

اوکراین د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې روسي ځواکونو په زاپروږيا سېمه کې د ملکيانو د موټرو پر کاروان توغندويزه حمله کړي چې لږ تر لږه ۲۳ کسان پکې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4HaYH
د پېښې انځور
د پېښې انځورانځور: Pavel Nemecek/picture alliance/CTK/dpa

د زاپروږيا والي، الیکساندر ستاروخ وويل چې په دغه حمله کې ۲۸ کسان ټپيان شوي هم دي چې «ټول ېې د سېمې ملکي اوسیدونکي دي.»

والي وايي چې روسي ځواکونو «د سیمه ايز مرکز څخه بهر پر لاره د ملکيانو پر یو بشري کاروان توغندویزه حمله کړې ده.» هغه پر ټولنیزې رسنۍ ليکلي: «خلک په کتار کې ولاړ ول تر څو له اشغال شوې سېمې څخه په موقتي توګه ووځي او له ځانه سره خپل خپلوان او مرستې ویسي.» ستاروخ د څو لګيدلو موټرونو او پر ځمکه د پرتو یو شمیر جسدونو انځورونه هم خپاره کړي دي.

خو د روسانو له خوا د زاپروږيا په اشغالي سیمه کې یوه کریملين پلوه چارواکي کيف پړ وګانه او په دغه حمله کې ېې د روسېې لاس لرل رد کړل. د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي د جمعې په ورځ تر دغې خونړۍ حملې وروسته روسيې ته د »ترهګر دولت« خطاب وکړ... هغه وويل: «یوازې په ټوله معنی تروریستان دغه کار کوي.«

په تازه رپوټونو کې د مړو شمیر ۲۵ او د ټپیان ۵۰ ښودل شوی دی.