1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین د یخني پر ضد د جرمني څخه مرسته غوښتې ده

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

اوکراین په ژمي او برق د قطع کیدو پروخت د یخني او ساړو سره په مبارزه کي د جرمني پراخو کومکونو ته امیدواره دی.

https://p.dw.com/p/4IkoK
BdT Schneechaos im Münsterland
انځور: dpa

د الماني-اوکرایني پارلماني ګروپ مرستیالې، هالینا یاچینکو د رویټرز خبري آژانس ته وویل، چي په کیف کي د انرژۍ وزارت پدې ارتباط د لازمو او ضروري شیانو یو لست جوړ کړی دی. په خبره یې دغه لست د جرمني حکومت ته سپارل سوی دی. په لست کي د نورو تر څنګ د برق د تهیې دستګاوي، ۳۵۰ کیلومتره کیبل، باروړونکي نقلیه وسایط ، تقریبأ ۳۶۰۰ جنراتورونه او ۳۲۵۰ بخارۍ شاملې دي. خو د جرمني د حکومت د اقتصاد وزارت پدې هکله د نظر اظهارولو څخه ډډه کړې ده .