1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اوکراین د برق د کمبود سره مخامخ دی

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

په اوکراین کي تقریبأ څلور ملیونه انسانان د انرژۍ پر زیربنا باندي د روسیې د حملو په دلیل د برق د کمبود سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4IpXC
Sicherungskasten bei Stromausfall
انځور: Stephan Schulz/dpa/picture alliance

د اوکراین جمهور رییس، ولود یمیر زیلنسکي وویل، چي په ډيرو ښارونو او سیمو کي برق په مقطه اي ډول سره قطع کیږي، تر څو حالت تر یوه حده پوري ثابته پاته سي.   
د برق د کمبود سره پایتخت کیف، د هغه شاوخوا او ډیر نور ولایتونه مخامخ دي. تر دې دمخه د اوکراین د بريښنا شرکت، DTEK خبر ورکړی ؤ، چي د کیف د برق په دستګاه کي سخت عوارض پیدا سوي دي. ځکه نو د انرژۍ د تهیې دولتي شرکت ، اوکره انرګو- Ukrenergo مجبوره دی په راتلونکو ورځو کي د برق په تهیه کي ډیر محدودیتونه رامنځته کړي.