1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکرايني ځواکونه پر لوهانسک بريد ته چمتووالی نيسي

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

اوکرايني ځواکونو ويلي دي چې په داسې حال کې د لوهانسک پر لور پرمختګ کوي چې په دغه ختيځ ایالت کې روسي پلوه جنګيالو په رسمي توګه له روسیې سره د يوځای کیدو په موخه د يوه «ريفرنډم» د ترسره کولو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4H7Hs
Ukraine Krieg | Ukrainische Soldaten in der Region Luhansk
انځور: Anatolii Stepanov/AFP/Getty Images

د اوکراين د لوهانسک ګورنر سرهې ګايدای وويل چې اوکراين د بیلوهورفکا کلی بيرته نيولی دی. دغه سيمه د ليسيچانسک ښار څخه چې په جولای میاشت کې روسي ځواکونو نیولی وو، لس کيلومتره لیرې پرته ده.

که څه هم چې رسېدلي رپوټونه په خپلواکه توګه نه شي تائيدیدلی، خو د بيلوهورفکا نيول به په دې معنی وي چې روسیه نور پر لوهانسک ایالت بشپړ کنترول نه لري. ليسيچانسک د لوهانسک وروستی اوکراينی ښار وو چې په سيمه کې د دوبي د تهاجمي بريدونو پر وخت د روسیې لاسو ته ولويد. دغه عمليات د روسیې ستره بريا بلل شوې وه.

ګايدای وويل چې اوکرايني ځواکونه د روسیې له کنتروله د لوهانسک د پاتو برخو د آزادولو هڅه کوي. نوموړي د تليګرام له ويلي: «د هر سانتي متر پر سر به جګړه وکړو. دښمن دفاع ته چمتووالی نيسي. معنی دا چې موږ به په آسانۍ ور داخل نه شو.»

په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي ويلي دي چې اوکرايني عسکر په داسې حال کې سيمې نيسي چې روسیې ځواکونه ترې د وتلو په حال کې دي.

زيلنسکي د دوشنبې په ماښام په خپله تلویزیوني وينا کې وويل: «اشغالګر ويره لري.» نوموړي زياته کړه چې هغه اوس د سيمو د آزادولو په برخه کې پر «سرعت» متمرکز دی.

د سه شنبې په ورځ په لوهانسک کې د روسیې له خوا ګمارل شويو چارواکو ادعا کړې وه چې د ليسيچانسک ښار په شمال کې پر يوه کلي د اوکراين د پوځ د بريد په نتیجه کې اوه ملکیان وژل شوي دي.

په لوهانسک، دنیڅک او خیرسون کې د ريفرنډم له پاره غږونه

د روسیې پخواني ولسمشر او د دغه هيواد د امنیت شورا مرستيال، ديمتري مدويديف د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې دا «اړينه» ده چې د لوهانسک او دنیڅک د خلکو بيلتون غوښتونکي جمهوريتونه د روسیې له فدراسيون سره د يوځای کیدو له پاره ريفرنډم ترسره کړي.

مدويديف د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي دي چې له روسیې سره يوځای کیدل به د دغو سيمو د اوسيدونکو د ګټو خوندي کولو له پاره حياتي وي، ځکه دا به وکولی شي په دونباس کې د اوکرايني عسکرو پر وړاندې د روسیې پوځي ځواک کارول نور هم توجیه کړي.

په توره بحيره کې د روسیې اوبتل
په توره بحيره کې د روسیې اوبتلانځور: Sergei Malgavko/TASS/IMAGU

د تاس خبري آژانس په حواله روسي پلوه بيلتون غوښتونکو په خپل سر نومول شوي د خلکو په لوهانسک جمهوريت کې د سه شنبې په ورځ وويل چې دوی به له روسیې سره د يوځای کيدو په اړه د سپتمبر د ۲۳ او ۲۷ نيټې ترمنځ موده کې يو ریفرنډم يا ټولپوښتنه ترسره کړي.

دا خبره تر هغه وورسته شوې ده چې د دوما يا د روسیې د پارلمان مشر وچسلاو ولودين ويلي ول چې که د دونباس خلکو له روسیې سره د يوځای کيدو پريکړه وکړه، نو مسکو به ورسره مرسته وکړي. يوازې درې هېوادونه د دغو پر خپل سر نومول شويو جمهوريتونو خپلواکي په رسميت پيژني: روسيه، سوريه او شمالي کوريا.

په خیرسون کې د روسیې له خوا ګمارل شوي مشر ولاديمير سالدو له روسیې غوښتنه کړې ده چې د يوه سيمه ایز ريفرندم د ترسره کولو اجازه ورکړي، څو خيرسون هم «د روسیې برخه» شي.

رپوټ: روسیه د تورې بحيرې سمندري ځواکونو انتقالوي

د بريتانيا د دفاع وزارت د معلوماتو په حواله روسیې په تورې بحيرې کې د خپل سمندري ځواک د اوبتلونه ډېره برخه په کريمیا کې د دغه هېواد د سمندري ځواک پر اډو او نورو پوځي تاسيساتو تر بريدونو وروسته لیرې کړې ده.

د وزارت له خوا ويل شوي چې د تورې بحيرې د روسیې د سمندري ځواک قوماندې له خوا يو شمیر کیلوکلاس ډوله اوبتلونه د کريميا د سیواستپول څخه د تورې بحيرې بندري ښار نووورسياسک ته انتقال شوي دي.

بريتانيا له اوکراين سره د نورې پوځي مرستې ژمنه کړې

د بريتانيا لومړۍ وزیرې ليس ټرس د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې هېواد به یې په راتلونکي کال کې له اوکراين سره د ۲۰۲۲م کال په اندازه او یا هم تر دې ډېره پوځي مرسته وکړي.

د ټرس له دفتر څخه په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې د راتلونکي دا پوځي مرسته د راکټ لانچرونو سیسټمونه هم رانغاړي چې د جګړې په ډګر ترې استفاده کيږي.

هغې ويلي دي: «د اوکراين وګړو ته زما پېغام دا دی: بريتانيا به ستاسې د هر ګام ملاتړ ته دوام ورکړی.» هغې وويل: «ستاسې امنيت زموږ امنیت دی.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: