1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراين: د روسيې په توغنديز برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ اسفند ۲۵, جمعه

اوکرایني چارواکي وايي پر اودیسه ښار د روسيې په توغندیز بریدونو کې د مرستندویانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ نور ټپیان دي. روسيې اوکراین ته په جګړه کې د وژل شوو عسکرو مړي سپارلي.

https://p.dw.com/p/4dgHj
د اوکراین اودیسه ښار کې یو ساختمان چې د روسي ځواکونو په برید کې لګېدلی - انځور د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې دوهمې
د اوکراین اودیسه ښار کې یو ساختمان چې د روسي ځواکونو په برید کې لګېدلی - انځور د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې دوهمېانځور: Ukrainian Emergency Service Office/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د تازه ارقامو له مخې په اودیسه کې د روسيې په توغندویز بریدونو کې د مړو شمير ۱۶ ته پورته شوی او ۵۵ نور ټپیان دي. رپوټ وايي د روسي ځواکونو په دغو حملو کې کورونه، موټر او د ګازو شبکې په نخښه شوي دي.

د اودیسه والي اوليه کيپر وويل چې د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۵) د روسيې په توغنديز برید کې ۱۴ کسان وژل شوي دي چې په هغو کې مرستندویان هم شامل دي. هغه پر ټيلګرام ليکلي: «له بده مرغه د روسيې د توغندیز برید په نتيجه کې یو مرستندوی او یو ملکي ژغورونکی وژل شوي دي.»

د نورو وژل شوو کسانو په هکله جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د آلمان خبري آژانس له کيف څخه ليکي چې یاد ژغورونکی تر لومړۍ چاودنې وروسته د پېښې ځای ته ځان ورساوه چې د دوهم توغندي په لګېدو کې ووژل شو. د ملکي مرستندوي په هکله ويل شوي چې د ګڼو ټپونو له کبله ېې خپل ژوند له لاسه ورکړ. زیاته شوې چې په دغو بریدونو کې ټول ټال ۴۶ کسان ټپيان شوي دي.

والي کيپر سبا شنبه د مارچ ۱۶مه په اودیسه کې د یو ورځنی ماتم غوښتنه کړې ده. ملکيانو څخه د ژغورنې ادارې چارواکو ويلي دي چې په دغو حملو کې۱۰ رهایشي ساختمانونه او دوه د اطفائي ماشينونه هم تخریب شوي دي.

د آرشیف انځور - په اودیسه ښار کې د روسي ځواکونو تر برید وروسته بيړنۍ مرستندويان د ماموریت پر مهال
د آرشیف انځور - په اودیسه ښار کې د روسي ځواکونو تر برید وروسته بيړنۍ مرستندويان د ماموریت پر مهالانځور: Ukrainian Emergency Service Office/AP Photo/picture alliance

د اوکراین اودیسه ښار او د هغه بندرونه د روسي ځواکونو له پاره د مهمو اهدافو څخه دي چې پرې د توغنديو او ډرونونو حملې کوي. دغه حملې له څه باندې دوه کلونو راهيسي چې روسيې پر اوکراین پوځي یرغل کړی، ادامه لري.

رپوټ زیاتوي چې روسي ځواکونو د جمعې په شپه د اوکراین پر غربي سيمې، وینیستا، هم د ډرون بریدونه وکړل چې ۲ کسان پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي چې بيا روغتون ته رسول شوي دي. یو چارواکي ويلي دي چې په دغه بریدونو کې د هستوګنې يو ساختمان په نخښه شوی دی.

یاد آژانس په خپل يو بل خبر کې وايي چې اوکرايني چارواکو د جمعې په ورځ له روسيې څخه د ۱۰۰ عسکرو مړي چې په جګړه کې وژل شوي ول، تر لاسه کړي دي.

د جنګي زندانیانو له پاره د اوکراین د همغږۍ دفتر ويلي دي چې دغه جسدونه به تر پېژندګلوۍ وروسته د هغوی کورنیو او خپلوانو ته وسپارل شي. د سره صلیب نړېوالې ادارې چې په دې برخه کې ېې منځګړيتوب کړی، ويلي دي چې روښانه نه ده چې آيا روسیې هم په جګړه کې د خپلو عسکرو مړي ترلاسه کړي دي او که نه.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل