1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوربان: مهاجر پر اروپا د «توري وريځي» په شان دي

۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبه

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان د مهاجرو پر ضد خپلې څرګندونې لا توندي کړي دي. نوموړي په يوه تازه وینا کي مهاجر پر اروپا «توره ورېځ» بللي دي.

https://p.dw.com/p/2suyH
Ungarn Viktor Orbán
انځور: imago/Panoramic International/C. Licoppe

د هنګري د حکومت مشر ويکتور اوربان، ملت ته وينا وکړه. هغه په دغه وينا کي د مهاجرت بحران د اروپا له پاره تاريک وخت وباله. هغه وويل: «د مهاجرت له کبله پر اروپا باندي توري وريځې غوړېدلي دي.» نوموړي خپلو پلويانو ته په بوداپست کي د وینا پر وخت زياته کړه: «ملتونه به له منځه ولاړ سي، لوېديځه اروپا به ولويږي او اروپا به حتی پوه نه سي چي ونيول سوه.»

لومړي وزير اوربان له دې هم خبرداری ورکړ چي د اروپا په لويو ښارونو کي مسلمانان احتمالا اکثريت وګرځي. نوموړي پر اپوزيسيون تور ولګاوه چي د «وخت نخښي» نه پېژني. اوربان د اپوزيسيون په تړاو وويل چي په «يو ناهيلي کوونکي حالت» کي قرار لري، ولي چي د هنګري پر پولو د سيمي کټارو درولو مخنيوی يې کړی او د هنګري ملاتړ يې نه دی کړی چي د اروپايي اتحاديې له خوا ورته ټاکل سوي شمير مهاجر ومني.

لوموړي وزير وويل چي دغه ډول د اپوزيسيون سياستوال «څنګه له خلکو د اعتماد غوښتنه» کولای سي؟ د اوربان د وينا پر وخت يو شمېر حاضرينو د هنګري بيرغونه رپول. پر دريځ يوه لويه لوحه ولاړه وه چي «هنګري، زموږ له پاره لومړيتوب لري» شعار پرې ليکل سوی ؤ.

ويکتور اوربان د مهاجرو پر ضد په سخت دريځ مشهور دی. کله چي په اروپا کي د مهاجرو د راتګ بحران خپل اوج ته رسېدلی وو، نو اوربان د هنګري پولي وتړلې او په دې توګه يې د مهاجرو پر مخ د راتګ دغه لاره بنده کړه. اوربان د اروپايي اتحاديې د اکثريت غړو په رايه منل سوی د مهاجرو د ويش پلان هم نه مني او د هغه مخالفت کوي.

اوربان چي د ملي محافظه کار ګوند فيدس مشري پر غاړه لري، په اپريل مياشت کط په تر سره سوو ټاکنو کي د دريمي دورې له پاره بيا لومړي وزارت ته کانديد دی. د نظر پوښتنو له مخي د نوموړي ګوند د۵۰ سلني رايه ورکوونکو له ملاتړ څخه برخمن دی.

د اپوزيسيون ګوند جوبيک بيا د دغو نظر پوښتنو له مخي د رايه ورکوونکو يوازيٍ ۲۰ سلني ملاتړ لري. دا په داسي حال کي ده چي د اوربان ګوند څلور کاله تر مخه په ټاکنو کي د پارلمان درې پر څلورمه برخه خپله کړې وه.