اوباما:د طالبانو او القاعدې پرضد به په گډه کار کوو
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبهد امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئیس بارک اوباما او دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي په واشگنټن کي تر خبرو اترو وروسته د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه کي د نژدې ګډکار اعلام کړی دی.
اوباما دچهارشنبي په ورځ ويلي دي، چي د افغانستان دډيري ستونزمني وضعي له امله داسي نسي کيدای، چي هيڅ اختلاف منځته رانسي، ځکه چي هم افغانان اوهم امريکايان پدې جګړه کي لويي قربانۍورکوي.
اوباما زياته کړې اميدواره او خوشبينه يم،چي خپل هدف ته ورسيږو او د2011 کال دجولاي د مياشتي څخه دخپل پوځ په ايستلو بيرته پيل وکولای سو.
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئیس زياته کړي ده، چي د هغه هيواد پوځ په افغانستان کي د طالبانوپه وړاندي جګړه کي د انعطاف ټکي ته رسيدلی دی.
ده دچهارشنبي په ورځ په يوو مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي، چي موږ په دې بريالي سوي يو، چي د پاڅون د جریان مخه واړوو.
AG/ زيارمل
کتونکی. زيارمل