اوباما: که طالبان بيا قدرت ته ورسېدل د امريکا امنيت به کمزوری سي
۱۳۸۹ فروردین ۹, دوشنبهاوباما له حامد کرزي سره په کابل کي دکتني پر وخت له نوموړي څخه غوښتنه وکړه، چي له رشوت اواداري فساد سره مبارزه وکړي، او د ملکي بیارغوني غم وخوري .
اوباما ويلي دي، چي د امریکا متحده ايالات او د هغه ملګري به د طالبانو مخه ونيسي، او پري به نږدي، چي افغانستان بيرته د ترور د شبکي القاعدې پټن ځای سي.
اوباما د افغان پوځي پرمختګونو ستاينه وکړه ا و زياته يې کړه چي همداسي پرمختګونه به په ملکي چارو کي هم ډير ژر ووينو.
داخبره اوباماد بګرام په هوايي اډه کي دامريکايي عسکرو په مخکي کړې ده. او باما د خپلو عسکرو څخه د ليند پرمهال د افغانستان د امنيت لپاره د هغوی د قربانيو د ستاينه وکړه. ده زياته کړې ده، چي که فرضا طالبان بيا قدرت ته ورسيږي، د امريکا دمتحده ايالاتو امنيت به کمزوری سي.
ولسمشر حامد کرزي له اوباما سره د خبرو پر مهال د هغه هيواد د مرستو څخه يادونه او مننه وکړه. سپیني ماڼۍ ويلي دي چي ښاغلی کرزی به هم په راتلونکو دوومياشتو کي له واشنګټن څخه ليدنه وکړي.
د هغه وخت راهيسي بارک اوباما د امریکا د متحده ايالاتو د جمهوري رياست مقام ته رسېدلی دا دده افغانستان ته لومړی سفروو.
AG/ زيارمل
کتونکی. زيارمل