اوباما: اسرائيل د خپلي خاوري د دفاع حق لري
۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبهد اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د متحده ايالتونو د ولسمشر باراک اوباما سره خبري کړي دي. دواړه مشران د غزې د تراړي او اسراییلو تر منځ د اوسنۍ شخړې په اړه ږغېدلي دي. د سپيني ماڼۍ له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوې دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر د آیرن دوم، په نوم د د دفاعې ميزایلو په برخه کې د امریکا د پانګونۍ هرکلی کړی دی.
د میزایلو د دغه دفاعې سیستم په وسیله د غزې د تراړي له خوا د اسرائیلو لور ته توغول شوې په سلونو توغندي په هوا کې شنډ کړای شوي دي. د خبر له مخي له دې امله د لسګونو اسرائیلیانو ژوند ژغورل شوی دی.
د سپينې ماڼۍ له خوا د دې تلیفونې خبرو اترو د تفصیل په هکله ویل شوي دي چې دواړو مشرانو پر مختلفو امکاناتو خبرې وکړې. خو په دې اړه سپينې ماڼۍ د ډیرو جزئیاتو د ورکولو څخه ډډه کړې ده.
اوباما: مصر دي د روان کړکېچ په هواري کي مرسته وکړي
د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د نوامبر د میاشتې ۱۶مه» اوباما د مصر د ولسمشر محمد مرسې سره هم تلیفونۍ خبرې وکړې. په دې خبرو اترو کې د امریکا ولسمشر د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د لانجې د هوارولو په برخه کې د مصر د حکومت د کوښښونو ستاینه وکړه.
اوباما د مصر له ولسمشر سره د خبرو پر مهال په اسرائیل او فلسطین کې د ملکې خلکو پر مرګ ژوبلې د خواشینۍ د څرگندولو تر څنګ په عاجله توګه د دې شخړۍ د حل او په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت په هکله ټینګار وکړ.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل مصرې سیال سره د جمعې په ورځ هغه وخت خبرې وکړې چې د غزې له خوا د اسرائیلو پر دوو مهمو ښارونو یروشلم او تل ابيب کې د راکټې بریدونو له امله په سیمه کې وضعه مخ پر خرابیدو شوه. د دې راکټې بریدونو د ترسره کیدو وروسته دا اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي چې کیدای شې اسرائیل د غزې په سیمه کې ځمکني عملیات پیل کړی.
اسرائيل احتياطي پوځيانوته د تيار سئ امر کړی
له بلې خوا د اسرائیلو کابینې د جمعې په شپه د غزې له لورې د راکټې بریدونو څخه د دفاع په موخه د ۷۵ زره اضافې پوځیانو په دندې د ګمارلو منظورې ورکړې ده. د دې منظورې څخه وروسته دا اندیښنې نورې هم زیاتې شوې دي چې کیدای شي اسرائیل د غزې په تراړه کې پوځې عملیات تر سره کړې. په دې وروستیو لسیزو کې دا لومړې ځل دی چې د اسرائیلو د یروشلم په سیمه کې راکټي بریدونه ترسره کیږې.
تر دې د مخه د مصر لومړي وزیر هشام قندیل د غزې تراړي ته په یوه لنډ سفر تلې وو.هغه پر فلسطینې سیمو د اسرائیلو هوایي بریدونه د دغه هیواد پر خلکو تیری وباله. له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر، هم پر فلسطینې سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونه غندلې دي. د پاکستا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې په دې هوايي بریدونو کې یوازې د حماس ډله نه، بلکې عام وګړي هم په نښه کیږي.
رائټرز/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: احمدولي اڅکزی