انځورونه: په آلمان کې د لرغونو اثارو حيرانونکې ۱۳ وروستۍ موندنې
دغه لرغوني اثار ښيي چې آلمان د اروپا په وچه کې د مهمو انکشافاتو او د کلتوري تبادلۍ په زړه کې قرار درلود.
د آسمان يو لرغونی انځور
د نېبرا آسماني کاسه په نوم لرغونی اثر يوه حيرانونکې موندنه ده چې اټکل کېده د آسمان تر ټولو لرغونی انځور به وي. هغه په ۱۹۹۹ کال کې د آلمان په زاکسن آنهالت کې د خزانو د کشف کوونکو له خوا د فلزاتو د يوې موندونکې وسيلې په مرسته پيدا شو. لومړی اټکل دا و چې ۳۶۰۰ کاله قدامت به لري، خو آلماني څېړونکي اوس دغه لرغونی عمر تر سوال لاندې راولي.
د انسان د بدن تر ټولو پخوانۍ مجسمه
د هوله فېلس د سيمې يوه ښځينه مجسمه د آلمان د سويل لويديځ په يوه سمڅه کې وموندل شوه. دغه تقريبا ۶۰ سانتي متره اوږده د عاجو مجسمه د ۳۵ زره تر ۴۰ زره کاله پورې قدامت لرونکې بلل کيږي چې د تاريخ مخکې دورې تر ټولو لرغونی پژی يا مجسمه ده.
يوه اوږده خولۍ
د برنزو له دورې څخه د نړۍ له څلورو خوليو څخه درې يې په ۲۰۱۹ کال د برلين د ګروپيوس باو په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې. هغه د لمرپرستۍ يو ډول سبمولونه ول چې راهبانو په سر کولې. دغه خولۍ د طلا له ټوټو څخه جوړه ده.
د کولن ښار د بندري سيمې خزانې
لرغونپوهانو د ډيوو او څراغونو په شمول په زرګونو داسې توکي وموندل چې د ميلاد له لومړۍ پېړۍ څخه دي. دغه اثار د روميانو د يوه پخواني بندر له خټو څخه راوويستل شول. په هغه وخت کې د روميانو دغه ښار د تجارت يو مهم مرکز و چې د شمالي افريقا، ايټاليې او فرانسې توکي به پکې خرڅېدل.
د سېلتيک شاهزادګيو رازونه
د ۲۰۱۹ کال په پای کې د لرغوني سلتيک قوم د يوې اشرفۍ قبر د آلمان د سويل په هېربېرتينګن ښار کې وکيندل شو چې پکې د برنزو او سره زرو ګاڼې وې. دغې موندنې ثابته کړه چې د ميلاد څخه شپږ سوه کاله پخوا لا له ټولې اروپا سره سوداګري کېدله.
د روميانو د مړو لوکس اثار
د نورد راين وېستفالن آيالت په هاترن ښار کې د روميانو د دورې يو قبر وموندل شو. د هډوکو تر څنګ پکې يو لوکس کټ پيدا شو چې د مړو د پاره به خاص جوړېده. دغه کټونه به له ايټاليې څخه آلمان ته راوړل کېدل. دغه کټ او د مړي پاتې شوني ۱۹۰۰ کاله قدامت لري.
د ډبرو د پېر «چاقوګان»
د ډبرو يا تيږو چاړه هغه وسيله ده چې د انسانانو په تاريخ کې تر ټولو زياته موده استعمال شوې ده. هغه تقريبا دوه ميليونه کاله پخوا په افريقا کې موجوده وه. خو دغه د تيږو چاړه تقريبا ۳۵ زره کاله قدامت لري.
په آس سپور سړی
د برنزو څخه جوړ دغه سپور سړی په ۲۰۱۰ کال په برلين کې له خاورو راوسپړل شو. دغه مجسمه ۹۰ کاله پخوا په ۱۹۳۳ يا ۱۹۳۴ کال د فريڅ ورامپه له خوا جوړه شوې ده. خو هغه د نازيانو له خوا «بد اخلاقه هنر» بلل کېده چې بيا ورکه شوې وه. دغسې اثار به له موزيمونو څخه راويستل کېدل او په نورو ځايونو کې به د نازيانو له خوا ساتل کېدل. دغه سپور سړی په دويم نړيوال جنګ کې د برلين د بمبارېدو پر مهال يو څه خراب شوی هم دی.
د اروپا د جګړو تر ټولو لرغونی ډګر
د مېکلنبورګ فورپومرن آيالت د تولنس سيند په اوږدو کې په ۱۹۹۰يمو کلونو کې په زرګونه وسلې او د انسانو هډوکي له خاورې راويستل شول. دا تر دې دمه په اروپا کې د جګړې تر ټولو پخوانی ډګر تثبيت شوی دی. سره له دې چې د جنګيالو اصل معلوم نه دی، خو اوږده واټنونه يې وهلي وو څو په جګړه کې برخه واخلي. دغه اثار ۳۳۰۰ کاله قدامت لري چې يوه برخه يې په برلين کې نندارې ته وړاندې کيږي.
د کوم جادوګر لابراتوار
د ۲۰۱۲ کال په پای کې لوښي، پيالې او د تبخير وسايل يعنې يو بشپړ لابراتوار په ويتنبېرګ کې وموندل شو. خو دغه اثار ټول مات ول. کله چې بېرته ورغول شول، نو د اروپا تر ټولو لرغونی لابراتوار د ۱۵۲۰ تر ۱۵۴۰مو کلونو له دورې څخه بېرته رغول شوی وو.
د سينګار او ژغورنې يوه لرغونې زغره
د آلمان په جنوب د کونستانس جهيل سره جوخت د ډبرو د نوي پېر يو عجيبه سينګارتوکی وموندل شو. دغه زغره ښيي چې انسانانو به له ميلاد څخه ۴۰۰۰ کاله پخوا لا خپل کورونه په بشپړه توګه سينګارول. دغه توکی چې په برلين کې نندارې ته ايښودل شوی وو، ښايي د هغو ارواحو له پاره وي چې د کور د ساتنې او ژغورنې تمه ورڅخه کېده.
د مسيح يوه نخښه
د زيارت کوونکو دغسې نخښې په منځنيو پېړيو کې د کاتوليکانو له خوا د زيارت د يوې نخښې په توګه په غاړه کېدې. ځينو به دغسې نخښې له ځان سره قبر ته هم وړلې. دغه د زيارت کوونکو نخښه د ۱۳ او ۱۴مې پېړۍ څخه ده او په هامبورګ کې پيدا شوې ده چې د دوی په باور حضرت عيسی (ع) پکې ښکاري.
۹۰۰ ګرامه ټوټه کړل شوي د سپين زرو توکي
په ۲۰۰۵ کال کې يوه چکر وهونکي د لاوزيڅ په سيمه کې د سپين زرو دغه مجموعه پيدا کړه. دغه سکې او د سپين زرو ټوټې له ۱۱مې پېړۍ څخه دي، خو ټوټې ټوټې کړل شوې دي. دغه توکي له نني پولنډ، بلغاريې، سکانديناوي هېوادونو او حتی بغداد څخه دي. دغسې ټوټه کړل شوي سپين زر د هغه وخت پولي واحد وو، مخکې له دې چې رسمي سکې دلته جوړې شي.