انځورونه: په آلمان کې د جالبو مسلکونو زده کړې
کډوال په آلمان کې هر ډول مسلک زده کولای شي. کله نا کله غيرعادي او استثنايي مسلکونه هم سړي ته خوند ورکوي. د انځورونو په دغه ګالرۍ کې د جالبو او نادرو کسبونو ننداره وکړئ.
بيلر جوړونکی
د بيلر جوړونه يو پخوانی او عنعنوي مسلک دی چې يوازې لږو ځوانانو ورته په آلمان کې مخه کړې ده. له لرګو څخه هر ډول بيلر جوړېدلای شي، که هغه واړه دي که غټ.
تقطير کوونکی
تقطير کوونکي د الکولي مايعاتو په جوړولو کې مرسته کوي. د مايعاتو د تبخير او بيا سړېدلو د لارې دغسې مايعات رامنځ ته کيږي. په آلمان کې په ۲۰۱۲ کال کې يوازې ۱۲ کسانو دغه مسلک زده کړی دی.
کيف جوړونکی
کال په کال تقريبا ۱۵ کسان د کيف جوړونکي مسلک زده کوي. دغسې ځوانان له فولادو څخه توکي جوړوي. که هغه کيف، مجسمه يا چوکۍ وي.
د ميوزيکل لوبغاړی
د ميوزيکل د لوبغاړي او سندرغاړي په حيث مسلکي زده کړه درې کاله دوام کوي. سړی بايد له نڅا او سندرو ويلو سره ډېره علاقه ولري.
د شاتو د مچيو ساتونکی
د شاتو د مچيو ساتونکي بايد د مچيو د ژوند او اناتومي جوړښت په هکله معلومات ولري. هغوی د ځالو جوړښت او د مچيو د خېلونو په هکله هم په خپله مسلکي زده کړه کې معلومات حاصلوي.
د ويولين جوړونکی
د ويلين جوړونکي مسلک هر څوک زده کولای شي. په دغه مسلک کې د ويلين جوړولو له پاره د کارول شويو موادو په هکله پوهه سړي ته ښوول کيږي.
د تيږو توږن
که د مجسمو ترميمول يا د مرمرو توږل وي، د دغو کارونو له پاره متخصصين د تيږو توږونکي بلل کيږي. هغوی له طبيعي يا مصنوعي تيږو او موادو څخه کار اخلي.
ښکاري
د وحشي ژوو ښکار، عوامو ته د ځنګل او ښکار په هکله معلومات ورکول او داسې نور کارونه د ښکاري پر دندې پورې اړه لري. دغه مسلک که هر څومره مهم دی، خو هغه داسې يو کسب دی چې په آلمان کې تر ټولو لږ تدريس او زده کيږي.