انځورونه: يوه فلسطينۍ د بدني ښکلا ملکه سوه
په تل اويو کي د بدني ښکلا ورزش هيئت د بيت المقدس يوه فلسطينۍ انوش بيليان، د اسرائيلو د بدني ښکلا ملکه نومولې ده. هغه تر څو کلونو زحمت وروسته خپل آرمان ته رسېدلې ده.
تر څو کلونو کوښښ وروسته فلسطينۍ ځوانه خپل ارمان ته ورسېده. د بيت المقدس دغه ځوانه د بدني ښکلا د اماتورانو په سياليو کي د اسرائيلو د بدني ښکلا ملکه ونومول سوه.
Stählern und stolz
ډېره خوشحالي ځکه وه چي نه يوازي دا چي په لومړي وار یوه فلسطينۍ د اسرائيلو د بدني ښکلا په سياليو کي برخه اخلي، بلکي گټي ئې هم. له ډېري خوشحالۍ د بيليان له سترگو اوښکې رواني وې.
دغو سياليو ته د تياري له پاره بيليان هره ورځ له خپل ترېنر سره په ساعتونو ساعتونو تمرين کاوه.
د بدني ښکلا دغه ورزشکاره په زاړه بيت المقدس کي له خپلي مور سره په يوه غريبه کورنۍ کي ژوند کوي.
د بدني ښکلا ورزش له پاره ښه خواړه ډېر اړين دي. دا وايي تر ډېره ښو خوړو ته لومړي توب ورکوي.
بيليان وايي کله چي پر لاره ځي لا تمرين کوي. په ډېرو زينو کي کښته پورته کېدل هم د دې له پاره تمرين دی.
انوش بيليان د بدني ښکلا په دغو سياليو کي پر ډېرو تکړه ورزشکارو بريالۍ سوه. اوس نو د اسرائيل د بدني ښکلا ملکه د بيت المقدس يوه فلسطينۍ ده.