انځورونه: له سرطانه د خونديتوب اوه لاري
د سرطان ناروغۍ عوامل څه دي؟ د سرطان ځني عوامل کيدای سي زموږ تر کنترول وتلي وي، خو يو شمېر ئې نه. په دغه انځوريز راپور کي هغه اووه لاري معرفي کيږي چي په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو مخنيوی کوي.
سگرټ مه څکوئ!
د سرطان ناروغۍ تر ډېره د تنباکوو له استعماله پيدا کيږي. هر کال د سرطان ناروغۍ څخه د مړه سوو انسانانو په سلو کي د ۲۲ سلنه عوامل ئې تنباکو وي. د سگرټ څکولو تر څنگ د تنباکوو ژوول هم د سرطان ناورغۍ سبب کيدای سي. حتي په آزاده فضا کي لا د گرټو دود د پخو عمر لرونکو کسانو له پاره د سرطان ناروغۍ خطر گرځېدلای سي.
له تند لمره ځان وساتئ!
د پوست سرطان هم ډېر خطرناکه دئ. کله چي د لمر وړانگي ډېر تيزي وي خپل ځانونه له لمره پټوئ. په هغو سيمو کي چي لمر تند وي وړانگي ئې د سهار پر ۱۰ او ماسپښين پر ۴ بجو ډېري تندي وي. نو له ياده ئې مه باسئ چي د تيز لمر پر مهال ځانونه پټ کړی او عينکي پر سترگو کړئ.
د سرطان ځني علايم مخکي له دې چي ښکاره سي کيدای سي چي تشخيص سي. ځکه نو سړی کولای سي چي خپل ځان يوار چيک کړي چي آيا سرطان لري که نه. د سرطان د ټولو ډولونو له پاره طبي ازمويني نسته. په دې اړه له خپل ډاکټر څخه مشوره واخلئ.
خپل وزن کنترول کړئ
د سرطان ډېر ډولونه له چاغښت سره تړلي دي. جسمي فعاليت او غذايي رژيم کولای سي چي د سرطان ناروغی خطر لږ کړي. ډاکټران وايي چي ميوه او سبزي بايد ډېر وخوړل سي او له ډېرو سرو کړو غوښو څخه ډډه وسي.
له مکروبي کېدو څخه ځان وژغوری
په پرمختگ پر درشل کي هيوادونو هغه کسان چي د سرطان په ناروغيو اخته دي په سلو کي د ۲۲ د مړيني لامل ئې مکروبي کېدل دي. د بي او سي ويروسي هيپاتيونه د يينې د سرطان او پاپيلوم ويروس د غاړي د سرطان سبب کيږي. د دغو امراضو د واکسينونو په اړه له خپلو ډاکټرانو څخه پوښتنه وکړئ. د هليکوباکتر پيلوري باکترياوي چي په دغه انځور کي وينئ د معدې د سرطان خطر ډېروي.
الکهول د سرطان ناورغۍ خطر ډېروي
د نړۍ د روغتيا سازمان په خبره، د ډېرو الکهولو استعمال د سرطان ناروغۍ خطر ډېروي. د ډېرو الکهولو کارول د ستوني، حنجرې، يينې او ځگر د سرطان ناورغۍ پيدا کوي.
ککړ چاپيريال
د نړۍ د روغتيا سازمان د راپور له مخي ککړ هوا په سلو کي ۴ سلنه د سرطان ناروغۍ سبب گرځي. د ډبرو سکرو دود د سرطان ناروغۍ خطر دوه برابره ډېروي، په ځانگړې توگه د هغو ښځو له پاره چي سگرټ نه څکوي.