1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاندونیزیا

اندونیزیا کې محصلینو د روهنګیا پر کمپ هجوم وروړی

۱۴۰۲ دی ۶, چهارشنبه

په اندونیزیا کې د پوهنتون په سلونو محصلينو د روهنګيا مهاجرو پر یو موقت کمپ هجوم وروړ تر څو ېې دغه مهاجر له کمپ څخه وتلو ته اړ کړي وي. روهنګيا مهاجر تر دې مخکې له ميانماره بنګله دیش ته مهاجر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4acx2
ملګري ملتونه وايي دا دا د تېرو اتو کلونو په جریان کې د مهاجرو تر ټولو ستره څپه ده
ملګري ملتونه وايي دا دا د تېرو اتو کلونو په جریان کې د مهاجرو تر ټولو ستره څپه دهانځور: Rahmat Mirza/AP/picture alliance

ملګري ملتونه وايي د نومبر میاشتې له نيمايي راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر مهاجر د اندونیزیا آچه ایالت ته رسېدلي دي. دا د تېرو اتو کلونو په جریان کې د مهاجرو تر ټولو ستره څپه ده. روهنګیا مهاجر په کښتیو کې مهاجرت کوي او په اندونیزیا کې له مخالفت سره مخ دي. ځايي خلکو د هغوی یو شمېر کښتیو ته اجازه نه ده ورکړې او په ځينو مواردو کې ېې د سمندر پر لور بېرته استولي دي.

د فرانسې خبري آژانس د یوې وېډيو پر اساس چې لېدلې ېې ده، وايي چې محصلينو غوښتل چې دغه مهاجر له موقت کمپ څخه د مهاجرو د نوم لېکنې يوه ځايي دفتر ته ولاړ شي، ځکه کېدای شي دوی اخراج کړل شي. په ويډېو کې محصلين غږ کوي: «دوی وباسي. او روهنګیا له آچه څخه رد کړئ.» په دغه ويډيو کې ښکاري چې محصلين روهنګیا مهاجر په لغتو وهي.

يو شمېر مهاجرې ښځې او ماشومان د ژړا په حال کې ليدل کيږي په داسې حال کې چې نارینه ېې پر ځمکه لمونځونه کوي.

ملګري ملتونه وايي د نومبر میاشتې له نيمايي راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر مهاجر د اندونیزیا آچه ایالت ته رسېدلي دي
ملګري ملتونه وايي د نومبر میاشتې له نيمايي راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر مهاجر د اندونیزیا آچه ایالت ته رسېدلي ديانځور: Rahmat Mirza/AP/picture alliance

خبرځای وايي چې اعتراض کوونکي محصلین له هغو پولیسو سره ونښتل چې د مهاجرو د امنیت له پاره ګمارل شوي چې په نهایت کې پولیسو هغوی ته اجازه ورکړه چې کمپ ته دننه شي.

زیاته شوې ده چې محصلينو د موټرو ټيرونو ته اور اچولی وو او د روهنګیا مهاجرو د انتقال له پاره ېې لارۍ موټرونه تیار کړي ول.

د مهاجرت نړېواله اداره وايي چې دغې پيښې روهنګیا مهاجر سرخت بېرولي او وحشت وهلي کړي دي. یو ان اچ سي آر د دغو مهاجرو د امنیت په هکله اندېښنه ښوولی او له ځايي چارواکو څخه د مهاجرو د خوندیتوب له پاره د فوري اقداماتو غوښتنه کړې ده.

هغوی له دغه ځایه وتلو ته اړ کړي وي. په سلونو زره روهنګيا مهاجر څو کاله مخکې د میانمار پوځ د سرکوبولو په نتيجه کې ګاونډي هېواد بنګله دیش ته مهاجر شول. روهنګیا مسلمانان دي او میانمار هغوی د خپلو اتباعو په توګه نه پېژندل او له ډېرو حقوقو څخه ېې محروم کړي ول.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل