1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان فلم «حوا، مريم او عايشه» د ونيز په نړيوال فيستوال کې

۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبه

افغان هنري فلم «حوا، مريم او عايشه» چې د ځوانې افغان فلم جوړونکې صحرا کريمي جوړ کړی دی، د ايټاليا په ونيز نړيوال فيستوال کې نندارې ته وړاندې شو. د هاليوود نامتو هنرمندې انجلينا جولي هم له دغه فلم څخه هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/3PClu
Filmstills von dem Film: Hava, Maryam, Ayesha
د «حوا، مريم او عايشې» فلم د درو ښځو د ژوند کيسه انځور کړې دهانځور: http://hava.nooripictures.com

د «حوا، مريم او عايشې» فلم چې د افغانستان د سينما محصول دی، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۶مه) د ايتاليا د ونيز نړيوال فلمي فيستيوال کې نندارې ته وړاندې شو. د فلم دايرکتره صحرا کريمي، آرزو آريا چې په دغه فلم کې ېې د حوا رول لوبولی او کتايون شهابي چې د فلم له جوړونکو څخه يوه ده، د فستيوال پر سور فرش باندې وګرځیدې. صحرا کريمې په دې اړه دویچه وله ته وويل: «دغه فلم پنځه نندارې لري چې لومړنۍ دا يې د فلم نړيواله ننداره د سپتمبر په ۶مه ده.»

حوا، مريم او عايشه د صحرا کريمي لومړنی فلم دی چې د لوړ داستان څخه برخمن دی. په دغه فلم کې په افغانستان شته رايجو ستونزمنو دودونه، تر ډيره د ښځو اړوند ستونزې ښودل شوي دي. ميرمن کريمي په دغه فلم کې په ځانګړې توګه د درو ښځو چې د ټولنې له درو متفاوتو طبقو څخه دي، ژوند يې پر انځور راوښکلی دي.

دغه فلم د ناامنيو او جګړو په شتون کې د کابل په واټونو او کوڅو کې ډک شوی دی. په دغه فلم کې د هغو ښځو ژوند په انځور شوی چې په خاص ډول په يو مردسالاره ټولنه کې څومره د دې اختيار لري چې مور شي او يا سقط جنين وکړي. 

Sahraa Karimi  - iranische Filmemacherin
د «حوا، مريم او عايشې» فلم دايرکټره صحرا کريمي انځور: Privat

دغه فلم د ايتاليا په ونيز نړيوال فستيوال کې د ګڼ شمير ګډونوالو او نامتو نړيوالو هنرمندانو له خوا وستايل شو. له دې ډلې څخه د هاليوود مشهورې هنرمندې انجلينا جولي له دغه افغان فلم څخه ملاتړ کړی دی.

د فلم دايرکټره، صحرا کريمي وايي چې د حوا، مريم او عايشې فلم د دغه فيستوال په رقابتي څانګو له پاره هم نوماند شوی دی. هغې وويل: «د فلم ستايل د هر دايرکټر غوښتنه وي، خو دا چې زما فلم وتوانيد يو لوی فستيوال ته لاره پيدا کړي، زما فلم او افغانستان له پاره يوه بريا ده.»

د ونيز په نړيوال فلمي فيستيوال له پاره يو بل لنډ افغانی فلم چې د ديانا ثاقب په دايرکټرۍ جوړ شوی، هم انتخاب شوی دی. دغه افغان فلمونه د سلونو فلمونو له منځه انتخاب شوي دي. هرکال د ايټاليا د ونيز نړيوال فلمي فستيوال کې له ۵۰۰۰ ډیر فلمونه استول کيږي چې د هغو له منځه يوازې ۱۵۰ فلمونه د نندارې له پاره انتخابيږي. په پام کې ده چې د صحرا کريمي فلم پنځه ځله په لوي سالون کې وښودل شي.

ش ا/م ک ص/ ا ا